د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې په لسګونه معتادین راټول او درملنې ته ولیږل شول 


جلال اباد کې په لسګونه معتادین راټول او درملنې ته ولیږل شول 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00

په جلال اباد ښار کې نن دوشنبه د سنبلې د میاشتې په اوومه په نشه يې توکو د روږدو کسانو د را غونډولو کمپاین پېل شو، چې ۱۷۰ معتادین د درملنې په موخه د معتادینو د درملنې روغتون ته ولېږدل شول. 

په جلال اباد ښار کې نن دوشنبه د سنبلې د میاشتې په اوومه په نشه يې توکو د روږدو کسانو د را غونډولو کمپاین پېل شو، چې ۱۷۰ معتادین د درملنې په موخه د معتادینو د درملنې روغتون ته ولېږدل شول.

دا کمپاین د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت او عامې روغتیا ریاست په ګډه همکارۍ ترسره کړ، چې په را ټولو شویو روږدو کسانو کې يې شل ماشومان هم دي.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس امیر محمد افتاب وايي، دا کسان به په روغتون کې تر ۴۵ ورځو پورې بستر وي او وروسته له هغې به يې کورنیو ته سپارل کېږي.

امیر محمد افتاب وویل:”په ښاري ساحو کې دغه کمپاین شروع شو. د عامې روغتیا ریاست او قوماندانۍ په هماهنګۍ سره، مونږ ۱۷۰ ناروغان هغه ناروغان چې په نشه يې توکو باندې روږدې دي را ټول کړه“.

هغه وايي، د اوس لپاره يې یوازې د ښار اړوند سیمو کې په نشه يې توکو د روږدو کسانو را ټولولو کمپاین ترسره کړ، خو په خبره يې هڅه کوي ولسوالیو ته يې هم وغځوي.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس وايي، په خصوصي شرکتونو، مرستندویه ادارو او شتمنو خلکو غږ دی، چې د معتادینو درملنې په موخه له دې روغتون سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي، تر څو يې خدمات لا ښه شي.

د عامې روغتیا رئیس امیر محمدافتاب وايي: ”په نورو خیریه بنسټونو غږ کوو، چې مونږ سره دغه کمپاین کې برخه واخلي. د دوا په برخه کې مونږ سره همکاري وکړي، د خوراک په برخه کې د دوی په لباس کې مونږ سره همکاري وکړي“.

د هغه په خبره، په ګڼو برخو کې له نېمګړتیاو سره مخامخ دي، لکه د وسایلو او درملو کموالی او دغه راز معتادینو ته د بستر په برخه کې د خوراکي توکو نه شتون هغه څه دي، چې د معتادینو درملنه يې ټکنۍ کړې ده.

XS
SM
MD
LG