د لاس رسي وړ اتصالات

سریلانکا د آسیا کپ په دویم پړاو سیالیو کې افغانستان ته ماته ورکړه


د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلي د شنبې په ورځ سپټمبر دریمه (وږي ۱۲) د آسیا کپ سیالیو په دویم پړاو "Super four" کې د افغانستان لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

د لوبي پچه سریلانکا وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان لوبډلې لوبه په قوت سره پیل کړه او رحمان الله ګربز وکړای شول چې په ۴۵ توپونو ۸۴ اتیا منډي‌ وکړي. له ګربز وروسته بیا ابراهیم ځدراڼ ښه وځلید او په ۳۸ بالونو یې ۴۰ منډې وکړې.

ددې لوبي غوره لوبغاړی رحمان الله ګربز شو.

خو د سریلانکا لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې ښه وځلیدل او ویې کړای شول چې په وروستي اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړې او له افغانستان څخه لوبه وګټي.

د افغانستان د کرکټ بله لوبه د سپټمبر په اومه د پاکستان او راتلونکې لوبه د سپټمبر په اتمه نیټه د هند د لوبډلي په وړاندې ده.

افغان لوبغاړي‌ د آسیا کپ په سیالیو کې په خپلو تیرو دوو لوبو کې وتوانیدل چې د سریلانکا او بنګله دیش لوبډلو ته ماته ورکړي.

د آسیا کپ سیالیو په دوام بله لوبه د کرکټ د ډګر د دوو سترو سیالانو هند او پاکستان ده چې د دبۍ د کرکت په لوبغالي کې کیږي.

افغان لوبډلي ددې لوبي په ترکیب کې تغیرات راوستي‌ وو چې سمیع الله شینواری یې د عظمت الله عمرزي پرځای د یوولسو کسانو په ډله کې شامل کړی وو.

XS
SM
MD
LG