د لاس رسي وړ اتصالات

آسیا کپ کرکټ سیالۍ؛ افغان لوبډله نن خپل دوهمه لوبه د بنګله دېش په وړاندې تر سره کوي


ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د آسیا کپ کرکټ سیالیو کې نن سې شنبه اګست ۳۰ (وږې اتمه) خپله دوهمه سیالي د بنګله دېش په وړاندې تر سره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو په اساس افغان لوبډلې له بنګله دېش سره د نننۍ لوبې لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچوونکی راشد خان افغانانو ته تیرې لوبې مبارکي ویلې او زیاته کړې ده چې هدف یې د ښې لوبې کول او افغانستان ته بریا راوړل دي.

نوموړي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د راتلوونکو سیالیو لپاره یې هم هڅې او تمرینونه دوام لري.

ښاغلي راشد ویلي: " زموږ ټولو هدف همدا دی چې ښې لوبې وکړو او افغانستان ته بریاوې راوړو او هغه خلک چې په افغانستان کې ژوند کوي پر خوله یې مسکا راولو،نو ستاسو د دعا په هیله، په راتلوونکو لوبو کې هم زموږ کوښښ او تمریونونه په لاره دي،نو ستاسو د دعا په هیله چې د بنګله دېش په وړاندې سبانۍ لوبه کې موږ ښه وځلیږو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د تیرې شنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي پنځمه) د آسیا کپ سیالیو په لومړۍ لوبې کې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلي ته د اتو ویکټو‌ په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچوونکی راشد خان همدارنګه ویلي چې هڅه یې داده چې په راروانه لوبه کې هم ښه وځلیږي او د لوبې په ګټلو سره افغانانو ته یوه بله خوشالي هم راوي.

افغانستان د آسیا کپ سیالیو په B ګروپ کې دی چې دوهمه لوبه یې ټاکل شوې نن سې شنبه له بنګله دیش سره تر سره شي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د هند، پاکستان، سري لانکا، بنګله دېش او هانک کانګ لوبډلې دي.

ټولې لوبډلې په دوو ګروپونو الف او بي باندې وېشل شوي دي.‌ افغانستان په بي ګروپ کې دی چې له سري لانکا او بنګله دېش سره به مخامخېږي. د اسیا کپ په تېرو سیالیو کې افغانستان دغو دواړو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG