د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آسیا جام کې خپله وروستۍ لوبه په هند وبایلله


د آسیا جام په سیالیو کې د افغانستان او هندوستان وروستۍ لوبه پنجشنبې د متحده عربي اماراتو په دوبۍمیدان کې و شوه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې هند ته د توپ وهلو فرصت ورکړ.

هند په په شلو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځیدلو سره افغانستان ته د ۲۱۲ منډو هدف ورکړ.

د هند له لوري ویرات کوهلي سلیزه ووهله. دا د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا د کوهلۍ لومړنۍ سلیزه وه.

د افغانستان له لوري فرید ملک د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبغاړو د تمې سره سمه لوبه ونکړه او ټوله لوبډله په ۱۱۱ منډو وسوځیده. ابراهیم ځدراڼ تر اخره ونه سوځید او ۶۴ منډې یې وکړلې .

د هند ټیم دا لوبه د ۱۰۱ منډو په توپیر وګټله. ویرات کوهلي ددې لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ اسیا جام کې افغانستان ګروپي لوبو کې بنګله دیش او سري لنکا ته ماتې ورکړې وه خو دویم پړاو کې يې سري لنکا پاکستان اوهند ته لوبې بایلودې. دې لوبې سره افغانستان او هند دواړه له دې سیالیو ووتل.

د اسیا جام پای لوبه د سپتمبر په یوولسه د پاکستان او سري لنکا ترمنځ ده.

XS
SM
MD
LG