د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ؛ هندي او افغان مینه والو د کیچونو غورځولو له کبله لوبغاړي‌ غندلي  


دا د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د یوې پخوانۍ لوبې تصویر دی. عثمان غني دا کیچ نیولی و
دا د بنګله دېش او افغانستان ترمنځ د یوې پخوانۍ لوبې تصویر دی. عثمان غني دا کیچ نیولی و

په کرکټ کې یوه اصطلاح ده چې «Catches win matches»، یعنې کیچونه میچونه او لوبې ګټي. دا اصطلاح هغه وخت نوره هم واضحه شوه‌ چې د پاکستان او هند او افغانستان او سري لانکا ترمنځ په وروستیو لوبو کې ځینو لوبغاړو په حساس وخت کې کیچونه وغورځول او لوبې یې وبایللې.

په تازه لوبې کې تېره ورځ پاکستان د اسیا کپ د کرکټ په روانو سیالیو کې خپل سر سخت رقیب هند ته ماتې ورکړه او د ماتې یو لامل یې د هند د سیک لوبغاړي ارشدیپ سنګ له لوري د یو کیچ غورځول ښودل کېږي.

لوبغاړي ارشدیپ سنګ په ډېر حساس وخت کې د پاکستان د لوبغاړي اصف اسانه کیچ وغورځوه. له ماتې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د ارشدیپ سنګ په ضد د انتقادونو، سپکو سپورو او غندنې یوه څپه پیل شوه. ځینو هندي‌ مینه والو هغه «غدار او خاین» بللی دی.

د فرانسې خبري اژانس د ځینو هندي کرکټ مینه والو ټویټرونه او خبرې نقل کړي‌ دي. د ټویټر یو کارونکي لیکلي دي: «هغه خالستاني دی او له پاکستان سره پټې اړیکې لري.» په ټویټر کې بل کس لیکلي دي: «ارشدیپ سنګ د خالستاني اجنټ په توګه پېسې ترلاسه کړي دي.»

د راپورونو په اساس خالستان په هند کې د سیکانو یوه بیلتون غوښتونکې ډله ده چې د پنجاب په زون کې خپل مستقل دولت غواړي. د ارشدیپ سینګ منتقدینو هغه له دغې ډلې سره تړلی دی.

خو د هند د کرکټ د ځینو اوسنیو او پخوانیو ستورو په ګډون یو شمېر نور کسان هم شته چې د ارشدیپ سنګ ننګه کوي او وايي چې هغه قصدآ دا کار نه دی کړی.

له لوبې وروسته د هند وتلي‌ لوبغاړي‌ ویرات کوهلي وویل چې «هر څوک تېروتنه کوي».

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې بل پخواني لوبغاړي‌ هربجن سنګ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ارشدیپ سنګ قصدآ‌ دا کار نه دی کړی او باید د هغه په ضد په ټولنیزو رسنیو کې د «نفرت» پیل شوې څپه بنده شي. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې «ارشدیپ سنګ سره زره» دی په ټولو هندي لوبغاړو ویاړي.

په ټویټر کې د هغه په ننګه هشټګ هم خپور شوی. تر دې مخکې د هند د کرکټ مینه والو د دغه هېواد د ملي لوبډلې د مسلمان لوبغاړي‌ محمد شامي په ضد هم په ټولنیزو رسنیو کې همداسې کمپاین پيل کړی و. هغه په تېر نړیوال جام کې د پاکستان خلاف ښه نه و ځلېدلی او مینه والو «خاین او غدار» بللی و.

کریم جنت او سمیع الله شینواری

د اسیا کپ په روانو سیالیو کې د شنبې په ورځ د افغانستان او سري لانکا ترمنځ لوبه وه چې سري لانکا وګټله.

د لوبې په حساس وخت کې افغان لوبغاړي کریم جنت او لږ وروسته بیا بل لوبغاړي‌ سمیع الله شینواري‌ د مقابل لوبغاړو کیچونه ونشول نیولای.

اکثریت افغان کرکټ مینه وال په دې باور دي چې د همدغو کیچونو غورځولو له کبله افغانستان په سري لانکا باندې لوبه وبایلله.

په لندن کې د بي بي سي خبریال ایمل پسرلي چې د افغانستان د کرکټ په هکله لیکنې هم کوي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: « لوبغاړو ته بد ویل کفر دی خو د کریم او سمیع انتخاب زما تر پوهې پورته خبره ده. سمیع دوه نیم کاله نړیواله لوبه نه ده کړې ناڅاپه دومره مهمې او له فشاره ډکې لوبې ته راځي او کریم نه بالینګ کوي نه بېټینګ یوازې کېچونه غورځوي.»

ځینو افغان کرکټ مینه والو د ملنډو په ډول ویلي‌ دي چې ارشدیپ سنګ او هغه دوه افغان لوبغاړي چې کیچونه یې غورځولي دي، د یو ولایت دي.

په کرکټ او هرې بلې لوبې کې مینه وال د خپلو لوبډلو او لوبغاړو په تېروتنو او خرابې لوبې انتقاد کوي او د ټولنیزو رسنیو په راتګ سره خو دا کار بیخي ‌اسان شوی هم دی.

ځینو مینه والو په همدې پلمه د ملي لوبډلې د غوراوي په کمېټې، روزونکو او نورو اړوندو برخو هم انتقادونه وکړل چې د هغوی په خبره مستحق لوبغاړي نه لوبوي.

څه موده مخکې افغانستان په ایرلنډ کې له ایرلنډ سره لوبې وبایللې او د ځینو مینه والو په ځینو افغان لوبغاړو انتقادونه وکړل. له یوې لوبې وروسته افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز له مینه والو څخه وغوښتل چې حوصله وکړي.

هغه ویلي‌ وو: «زما پیغام دا دی چې خدای ته وګورئ، رسول ته وګورئ،‌کله چې لوبه بایلو لږه ارام شئ او سړه خورئ او زموږ کوشش هم دا وي‌ چې لوبې درته وګټو، ډېره زیاته مننه، خوشحاله اوسئ.»

رحمان الله ګربز له سري لانکا سره په تېرې لوبې کې څه باندې ۸۰ منډې وکړي. د اسیاکپ سیالۍ تېره اونۍ پیل شوې او ټاکل شوې چې افغانستان د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او د پنجشنبې په ورځ له هند سره لوبې وکړي.

په افغان روزونکو او د لوبغاړو د غوراوي په کمېټې باندې دا انتقاد هم دی چې ځینو «مستعدو او مستحقو لوبغاړو ته فرصت نه ورکوي» خو د لوبغاړو د غوراوي‌د کمېټې مشر نور الحق ویلي دي چې دوی د استعداد او کارکردګۍ ته په کتو لوبغاړي غوره کوي.

XS
SM
MD
LG