د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځو ولایتونو کې ګڼو زراعتي افاتو ته اندیښنې 


په ختیځو ولایتونو کې ګڼو زراعتي افاتو ته اندیښنې 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه نباتي کلینک فعال دی او د نباتاتو د امراضو تشخیص او مخنیوي په موخه څېړنې کوي چې ددې لابراتوار د مسؤلینو په ويناء په ختیځو ولایتونو کې زیات شمیر نباتي امراض شته چې باید د مخنیوي لپاره یې تشخیص وشي. 

په ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه نباتي کلینک فعال دی او د نباتاتو د امراضو تشخیص او مخنیوي په موخه څېړنې کوي چې ددې لابراتوار د مسؤلینو په ويناء په ختیځو ولایتونو کې زیات شمیر نباتي امراض شته چې باید د مخنیوي لپاره یې تشخیص وشي.

د دې کلینک مسؤلین وايي، د ټول ختیځ زون په کچه نباتي افات لومړی کتل کېږي او بیا دې لابراتوار ته د تحقیق او څېړنې په موخه را وړل کېږي او بیا ورته درمل توصیه کیږي.

د ننګرهار د کرهڼې ریاست د نباتاتو د ساتنې او قرنطین مدیر خواجه عبدالغالب صدیقي امریکاغږ ته ویلي، چې دې کلینک کې بېلابېل نباتي ناروغۍ تشخیص او درملنه ترسره کېږي.

هغه وویل:"په ننګرهار ولایت کې د مختلفو امراضو او افاتو کنټرول په خاطر دغه مدیریت جوړ شوی دی. هغه امراض افات چې په ختیځو ولایتونو کې اکثر موجود وي هغه دلته را وړل کېږي، خو په خاصه توګه هغه امراض او افات چې د ننګرهار په کلیو او بانډو کې موجود وي هغه دلته را وړو اول فزیکې معاینه کېږي او کله چې نتیجه ترلاسه نه کړو بیا لابراتواري معاینه کېږي."

خواجه عبدالغالب وايي، له تشخیص او معاینې وروسته تر ډېره کوشش نه کوي، چې کیمیاوي او یا داسې دواګانې استعمال کړي، چې چاپریال ته يې نور خطرات ډېر وي.

هغه وايي، داسې درمل کاروي، چې د نباتاتو د ناروغیو درملنه وکړي، مګر چاپېریال ته يې نورې زیانونه نه وي.

صدیقي وايي: " خیتځو ولایتونو کې ډېر زیات امراض دي، چې مهم يې روټ راډ یا د ریشو ورستېدنه ده، سټپ راډ دی چې دا اکثر په دې لېړوګانو، توریانو او کدوانو کې موجود وي."

د هغه په خبره، په دې شته کلینک او لابراتوار کې هماغه پخواني امکانات دي، کوم چې د جمهوري نظام پرمهال د کرهڼې وزارت له لورې ورکړل شوي دي او اوس هم له همغې کار اخلي.

XS
SM
MD
LG