د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا مصر ته ۱.۱۷ میلیارډ ډالره نوره نظامي مرسته منظوره کړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

چارواکي وایي چې د جمهور رئیس جوبایډن حکومت د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۳) د دویم پرله پسې کال لپاره مصر ته نظامي مرسته منظوره کړه.

امریکا په داسې حال کې مصر ته دغه نظامي مرسته منظوره کړې ده چې واشنګټن په هغه هیواد کې د بشري حقونو په اړه اندیښنه لري او په دې برخه کې لږ پرمختګ ته اشاره کوي.

مصر ته دغه ۱.۱۷ میلیارد ډالري‌ مرسته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نهایي کړه.

مصر په ۱۹۷۹ میلادي‌ کال کې د لومړي عرب هیواد په توګه له اسرائیل سره د اړیکو تر عادي کیدو وروسته، د امریکا د مرستو یو ستر ترلاسه کوونکی هیواد دی.

خو بلینکن پریکړه کړې له دغو مرستو څخه ۱۳۰ میلیونه ډالره له دې امله راوګرځوي چې روښانه شوې مصر د بشري حقونو معیارونه پوره کړي ندي.

خو نوموړي د پاتې پیسو د ورکړي لپاره شین څراغ ښکاره کړ، په خاص ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې د هڅو د ملاتړ او دا چې ولیدل شول مصر زندانیانو ته د رسیدګي په برخه کې ښکاره پرمختګ کړی دی.

یو جګپوړي امریکایي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:" حتي په مصر کې د اساسي آزادیو په اړه د پام وړ اندیښنو سره سره، دا اقدام د جمهوري ریاست د بښنې د کمیټې او د ملي سیاسي مذاکراتو له لارې د پام وړ پیل شویو اقدامات تائید کوي."

دغه چارواکي وویل، د بایډن حکومت په دې باور دی چې مصر د غزې، لیبیا او د افریقا د خاښ په ګډون د یو شمیر سیمو لپاره "ډیر" مهم دی.

د بایډن یو شمیر سیاسي متحدینو له مصر سره په پراخه کچه د مرستو د کمیدو فشارونه راوستل ځکه د بشري حقونو ډلې اټکل کوي چې څه باندې ۶۰ زره عقیدتي کسان په هغه هیواد کې بندیان دي.

XS
SM
MD
LG