د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او فلسطیني وسله والې ډلې ترمنځ نښتو کې د وژل شویو شمیر ۳۱ ته ورسید 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د اسرئیل او اسلامي جهاد د ډلې ترمنځ په تازه نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. اسرائیلي مقامات وايي چې په غزه کې یې د اسلامي جهاد ډلې هدفونه په نښه کړي او دا ډله وايي سلګونه توغندي یې په اسرائیل توغولي دي.

دا جګړه د جمعې د ورځې راهېسې پیل شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس د اسلامي جهاد تر کنترول لاندې سیمو کې د روغتیايي مسئولینو او چاروکو له خولې ویلي دي چې د اسرائیل په بمباریو کې تر دې دمه د شپږو ماشومانو په ګډون ۳۱ فلسطینیان وژل شوي او ۲۶۵ نور ژوبل دي.

په بریدونو کې همدغه راز یو شمېر ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.

دا د دواړو غاړو ترمنځ د تېرکال د ۱۱ ورځنۍ جګړې راوروسته تر ټولو خونړۍ شخړه بلل کېږي. اسرائیل وايي د سلامي جهاد ډلې اهداف یې په نښه کړي دي او دا ډله بیا وایي چې شاوخوا ۵۰۰ راکټونه یې په اسرائیل توغولي دي.

د اسرائیل پوځ وايي چې په غزه کې د اسلامي جهاد ډلې «د پوځي څانګې مشرتابه یې خنثی» کړې او د اسرائیل صدراعظم ییر لاپید نن یکشنبه اګست اوومه (زمری۱۶) وویل «تر څو پورې چې ضرورت وي، دا عملیات به روان» وي.

په غزې کې د حماس ډلې ویلي دي چې د اسلامي جهاد ډلې سره متحد دي، خو لا په جګړې کې دخیل شوي نه دي. حماس وايي د اسرائیل د سپیده دم څخه په پیل شویو عملیاتو کې ۳۱ تنه وژل شوي دي.

خو اسرائیل وايي چې دوی کره شواهد لري چې د جبالیه په سیمه کې ماشومان د اسلامي جهاد د ډلې د راکټي بریدونو له کبله وژل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس یو تصویر اخیستونکي هلته د شپږ ماشومانو مړي لیدلي دي، خو لا معلومه نه ده چې څومره ماشومان په دغې جګړې کې وژل شوي.

د اسرائیل پوځ وايي د اسلامي جهاد ډلې په ۱۳۹ اهدافو یې بریدونه کړي دي او دا ډله وايي چې ۴۷۰ راکټونه یې اسرائیل ته داخل شوي دي او ۱۱۵ نور راکټونه یې په غزه کې غورځېدلي دي. د اسلامي جهاد پوځي څانګه القدس وايي چې په بیت المقدس یې راکټونه توغولي دي خو داسې غږونه هم اورېدل شوي چې د اسرائیل پوځ دا توغندي خنثی کړي دي.

اسرائيل وایي ۱۸۵ راکټونه یې خنثی کړي دي او د پوځ بریدونه یې ۹۷ سلنه دقیق وو. لا معلومات نشه چې د اسلامي جهاد ډلې په بریدونو کې څومره اسرائیلیان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې د اسرائیل پوځ وايي د اسلامي جهاد ډلې دوه لوړ پوړي قومندانان تیسر الجعبري او خالد منصور یې وژلي دي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي دي چې له دواړو غاړو سره په خبرو اخته دی چې خشونت کم شي. د رپوټونو له مخې ملګري ملتونه او قطر هم د اوربند د رامنځته کیدو په هڅو کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG