د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن عرب مشرانو ته: له منځني ختیځ څخه نه وځو


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) په سعودي عربستان کې د عرب مشرانو د همکارۍ په غونډه کې وویل چې هیواد یې د یو فعال غړي په توګه په منځني ختیځ کې پاتې کیږي او سیمه نه پریږدي.

ښاغلي بایډن وویل:« موږ نه وځو چې داسې تشه رامنځ ته شي چې روسیه، چین او ایران یې ډکه کړه. موږ په فعالې، اصولي او امریکایي رهبري سره ددې شیبې د احیا په لټه کې یو.»

که څه هم متحدو ایالتونو په سیمه کې د ترهګرو په نښه کولو ته دوام ورکړی او په ټول منځني ختیځ کې پوځي مراکز لري، خو جمهور رئیس بایډن وویل چې په افغانستان او عراق باندې د امریکا له یرغلونو وروسته هغه نوې پاڼه پرانیځي.

هغه وویل: «نن زه ویاړم چې کولی شم ووایم په سیمه کې د ځمکنیو جګړو دوران، هغه جګړو چې زیات شمیر امریکایي ځواکونه په کې ښکیل وو، نور په جریان کې ندی.»

ښاغلي بایډن په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې د لوږې سره د مبارزې لپاره د یو میلیارد ډالري مرستې د اعلان تر څنګ، له عربو مشرانو وغوښتل چې بشري حقونه په خاص ډول د میرمنو د حقونو تضمین وکړي او خپلو اتباعو ته د هغوی آزادې ګانې ورکړي.

منځني ختیځ ته د بایډن د سفر وروستۍ شیبې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:36 0:00

دا غونډه چې په جده کې جوړه شوې وه، د مصر، عراق، او اردن تر څنګ د بحرین، ګویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مشرانو پکې ګډون کړی وو.

خو د سعودي عربستان د پادشاه ملک سلمان په ځای د هغه زوی او د یاد هیواد ولیعهد محمد بن سلمان د هیوادونو د مشرانو تر څنګ ولاړ وو.

محمد بن سلمان ددې غونډې په رابللو سره په سیمه کې د خپل هیواد مهمه ونډه نندارې ته وړاندې کړه. هغه په دې غونډه کې وویل چې هیواد یې کولی شي ډیر نفت تولید کړي، هغه څه چې بایډن هیله من دی په سپټمبر میاشت کې د اوپک د اوسني توافق له پای ته رسیدو وروسته یې وویني.

جوبایډن د خپلو خبرو په لړ کې د ایران پر اټومي پروګرام د محدودیتونو د بیرته ستنولو په اړه د خپل دولت د دیپلوماتیکو هڅه په ټینګار سره وویل:" په هر حالت کې، متحده ایالات ژمن دي دا ډاډ ترلاسه شي چې ایران هیڅ وخت اټومي وسلې ترلاسه نکړي."

نوموړي ټینګار وکړ امریکا هیڅ وخت بهرنیو یا سیمه ایزو قدرتونو ته اجازه نه ورکوي چې د منځني ختیځ په ځانګړې ډول د هرمز په تنګي کې د بیړنیو د تګ راتګ آزادي واګوښي.

ښاغلي بایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ او د عرب مشرانو له غونډې مخکې، د متحدو عربي اماراتو، مصر او عراق له مشرانو سره په جلا ملاقاتونو کې وکتل.

بایډن د متحده عربي اماراتو له نوي رئیس محمد بن زید ال نهیان سره په لیدنه کې هغه ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړه.

ددې راپور په جوړیدو کې د اسوشیټډ پرس له معلوماتو کار اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG