د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې باغداران د لیمو ښو حاصلاتو ته په تمه دي 


په ننګرهار کې باغداران د لیمو ښو حاصلاتو ته په تمه دي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې چې په دې تیرو څو  کلونو کې د لېمو باغداري ترویج شوې او اوس دا باغونه حاصلاتو ته نیږدې دي باغ لرونکي یې تمه لري، چې د ښو حاصلاتو په راټولولو سره به یې اقتصادي ستونزې حل شي. 

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې چې په دې تیرو څو کلونو کې د لېمو باغداري ترویج شوې او اوس دا باغونه حاصلاتو ته نیږدې دي باغ لرونکي یې تمه لري، چې د ښو حاصلاتو په راټولولو سره به یې اقتصادي ستونزې حل شي.

د لیمو یوه باغدار نور الله د ښيوې د ولسوالۍ د شامل په سیمه کې په شاوخوا دوه جریبه ځمکه کې یو بڼ جوړ کړی دی او وايي، چې اوس دې بڼ لږ لږ حاصلات نیولی دي خو راتلوونکو دوو کلونو کې به پوره حاصلات ورکړي، چې د نورالله په خبره اقتصادي ستونزې به يې ورسره را کمې شي.

هغه وايي د لېمو بڼ کال کې دوه فصله ورکوي" د دې په خاطر مو لېمو باغ کرلی دی، چې هم ثواب شي او هم خرما، خرما يې دا معنی چې زمونږ په اقتصاد کې لږ شانتې ښه والی راشي او ثواب يې دا معنی چې که چا یوړل نو هغه باندې به مو خیرات وشي، بله مهمه خبره دا ده، چې باغدارۍ کې حاصلات ډېر وي."

نورالله وايي، د بڼوالۍ له امله يې ځمکه هم بې ځایه نه پاتې کېږي، ځکه اوس يې پر ځمکه نور کښت هم کرلي دي.

هغه وايي، د لېمو بڼوالۍ کې لومړی د تېر نظام پرمهال باندې د ننګرهار کرهڼې ریاست په مرسته دا بڼ جوړ شوی دی او لومړني وسایل هم کرهڼې ریاست ورکړي دي.

نورالله وویل:" دا باغ راته ریاست زراعت لخوا نه هغه ځنځروي پروګرام کې جوړ شوی دی. ډېر کومک يې کړی هغه اول وخت سره يې، ډېزاین د باغ هغوی کړی دی، بوټي راته هغوی راکړي دي هغه وخت سره، دواپاشۍ پمپ او وسایل را کړي دي راته."

د هغه د معلوماتو له مخې که کرهڼې ریاست له کروندګرو سره په ټولو سیمو کې د بڼوالۍ په برخه کې مرستې وکړي نو دا د کوکنارو کرکیلې مخنیوي په برخه کې ښه بدیل کېدلی شي.

XS
SM
MD
LG