د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان کې کروندګر له طالبانو څخه تخمونه او حاصلاتو ته بازار غواړي 


لغمان کې کروندګر له طالبانو څخه تخمونه او حاصلاتو ته بازار غواړي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په لغمان کې یو شمیر کروندګر د کیمیاوي سرو د قیمتونو د لوړوالي او د اصلاح شویو تخمونو د نشتوالي او دا چې دوی ته تخمونه د حکومت له لوري نه ورکول کیږي شکایت کوي. 

په لغمان کې یو شمیر کروندګر د کیمیاوي سرو د قیمتونو د لوړوالي او د اصلاح شویو تخمونو د نشتوالي او دا چې دوی ته تخمونه د حکومت له لوري نه ورکول کیږي شکایت کوي.

کروندګر وايي، کیمیاوي سرې تر پخوا څو برابره لوړې شوې دي او نه شي کولی په موجوده کرلي فصل خپل لګښتونه بېرته پوره کړي.

هارون د لغمان د قرغیو په ولسوالۍ کې په شاو خوا دوه جریبه ځمکه د رومیانو کر کړی دی او اوس مهال يې په خېشاوه بوخت دی.

هغه وايي، د اصلاح شویو تخمونو نه ورکړه او د کیمیاوي سرو د قیمتونو لوړوالي، له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.

هارون وویل: " مخکې سپینه سره په ۱۲۰۰ افغانۍ وه. اوس په ۳۱۰۰ افغانۍ ده. توره سره په ۳۰۰۰ وه اوس ان ۶۰۰۰ افغانۍ ده. قیمتونه ډېر لوړ شوي دي."

د هغه په خبره، حکومت اوس مهال له دوی سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته نه ده کړې، هغه چې د تېر جمهوري نظام پرمهال به کله کله کېدله.

دی له اوسنیو طالب واکمنو غواړي، تر څو له دوی سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي او دغه راز حاصلاتو ته يې مناسب بازار پېدا کړي.

هارون وویل:" مونږ غواړو چې مونږ ته سټورونه جوړ کړي. د دواګانو مشکلات زیات دي، اصلاح شوي تخمونه نه را کول کېږي. خپله يې په بازار کې اخلو کله ښه وخېژي او ډېر کله خراب."

هغه وايي، له بازاره نه اخیستل شوي تخمونه که ښه وخېژې نو حاصلات يې ښه وي او بېرته په کښت شوي لګښتونه يې پوره کېږي، مګر که خراب وي نو له جیبه تاوان کوي.

لغمان کې کروندګر وايي، که تازه ترکاریو لپاره يې سړې خونې او سټورونه جوړ کړل شي، نو حاصلات به پکې وساتل شي او په مناسب وخت کې به په مناسبو نرخونو ورسېږي.

XS
SM
MD
LG