د لاس رسي وړ اتصالات

محمد نبي عیسی خیل، د نړۍ د شل اوریزو لوبو غوره الرونډر شو


د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو کپټان محمد نبي عیسي خیل
د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو کپټان محمد نبي عیسي خیل

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي د شل اوریزو لوبو کپټان محمد نبي عیسی خیل د نړۍ د شل اوریزو لوبو د الرونډرانو ترمنځ لومړی ځای ترلاسه کړ.

له محمد نبي وروسته د بنګله دیش لوبډلي لوبغاړي شکیب الحسن دویم او د انګلستان د لوبډلي معین علي دریم مقام ترلاسه کړی دی.

په کرکټ کې الرونډر هغو لوبغاړو ته ویل کیږي چې هم توپ اچونه او هم توپ وهنه کولی شي.

محمد نبي د نړۍ د ۵۰ آوریزو لوبو د الرونډرانو ترمنځ اوس هم په دویم ځای کې دی. په دې جدول کې شکیب الحسن لومړۍ او د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان دریم ځای لري.

د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په درجه بندی کې راشد خان څلورم او د افغانستان د ملي لوبډلي بل لوبغاړی مجیب الرحمان اتم ځای لري.

محمد نبي په داسې حال کې په شل اوریزو لوبو کې دغه مقام ترلاسه کوي چې ټاکل شوېده د اکتوبر میاشتې په ۱۶ نیټه د کرکټ نړیوال شل اوریز جام پیل شي او د نومبر میاشتې تر ۱۳ نیتې به دوام وکړي.

د کرکټ دغه ستر ټورنمنټ ته اکثریت افغان لوبغاړي اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې په تمریونو بوخت دي. دغه لوبغاړي به په اماراتو کې له څو ورځنیو تمرینونو وروسته استرالیا ته روان شي.

د افغانستان د کرکټ یو شمیر نور لوبغاړي بیا په ویست انډیز کې د هغه هیواد په تجارتي لوبو کې لوبیږي چې دا هم د نړیوال جام د تیاریو لپاره هغوی ته ښه فرصت ګڼل کیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د آسترالیا، نوي زیلاند او انګلستان سره په یوه ډله کې دی.

افغان لوبغاړي به خپله لومړی لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۲ نیټه د انګلستان له ملي لوبډلې سره وکړي.

XS
SM
MD
LG