د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې کروندګر د اصلاح شویو تخمونو غوښتنه کوي 


د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې کروندګر د اصلاح شویو تخمونو غوښتنه کوي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې کروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د نه  ورکړې له امله ګیله من دي. 

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې کروندګر د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د نه ورکړې له امله ګیله من دي.

تاج میر د دره نور ولسوالۍ په ستن دره کې په یوه لرې غرنۍ سیمه کې په کرونده کې بوخت دی او اوسمهال د لوبیاوو کر کوي.

تاج میر په تېشه او بېلچه ځمکه اړوي او ویلې اوباسي تر څو لوبیا وکري، ځکه دلته د ټراکټور او نور وسایل او امکانات نشته.

هغه وايي، په ځمکه کې ترکاري، غنم، جوار او نور کښتونه کري او له ځمکې نه د حلال رزق ګټلو زیار باسي، خو ګیله من ځکه دی، چې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې نه ورکول کېږي.

هغه وویل: "ترکاري هم کرو. جوار هم کرو او غنم هم کرو. مونږ غریبانان یو زراعتي وسایل نه لرو. چیرته کومک نه راځي. تخم نه راځي. سرې نه راځي او فصل هم داسې ښه نه کېږي همداسې تاوان کوي."

تاج میر په سپینه ږیره او کړوپه ملا په تېشه باندې له یو زوی سره د پټي په اړولو بوخت دی، وايي، له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي، حکومت تر اوسه مرسته ورسره نه ده کړې. تخمونه، کیمیاوي سرې او نور ټول وسایل په خپلو شخصي لګښتونو اخلي، چې اوس يې هغې ته هم وسه نه رسېږي.

" تخم هم خپله اخلو. سره خو کورنۍ ده بیخي د بازار نه يې نه شو اخیستلی، کوکنار نه کرو ځکه هغه خو حرام دي، مونږه حلال کرو. حلال کوو او حلال ګټو."

د هغه د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوري نظام پرمهال به کله نا کله ځینو کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکول کېدلې، مګر اوس چې طالبان واکمن دي دا مرستې له خلکو سره په دره نور ولسوالۍ کې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG