د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: سږکال به پوهنتونونو ته ۱۱۵زره محصلین جذب شي


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت مسؤلین وايي، ټاکل شوې سږ کال د کانکور ازموینې له لارې پوهنتونونو ته ۱۱۵زره نوي محصلین جذب کړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي د یکشنبې په ورځ اکتوبر دوهمه (تلې لسمه) امریکا غږ ته وویل چې د سږ کال کانکور ازموینو لپاره بشپړه چمتووالی نیول شوی دی.

ښاغلي تقي زیاته کړه: "د کانکور ازموینې لپاره مکمل تیاری نیول شوی دی، سږ کال به دا پروسه ډيره شفافه وي. سږ کال د پوهنتونو لپاره جذب تر پخوا زیات دی، تیر کال د کانکور له لارې پوهنتونونو ته جذب ۶۸زره و، سږ کال به ۱۱۵زره وي ان شاءالله."

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د مخکني اعلان له مخې ټاکل شوې سږ کال د دولسم ټولګیو د فارغانو څخه د کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د روانې تلې د میاشتې په نیمايي کې په ټولو ولایتونو کې واخیستل شي.

دغه وزارت دا نه دي ویلي، چې نجونې به هم کانکور کې ګډون وکړي او که نه.

خو له دولسم ټولګیو یو شمېر فارغه شوې نجونې وايي چې د کانکور ازموینه کې د ګډون کارتونه تر لاسه کړي دي او ټاکل شوې په دغه ازموینه ګډون وکړي.

له یادو نجونو څخه یوې یې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل: "زه تېر کال په پنجشېر کې له یوه دولتي ښوونځي څخه فارغه شوې یم، تېره اونۍ مې د کانکور ازموینه کې د شمولیت کارت تر لاسه کړ او موږ ته یې وویل چې د تلې میاشتې پر ۱۲مه په پنجشېر ولایت بازارک کې د بایومتیریک لپاره حاضره شي."

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت پر داسې مهال سږ کال د زیاتو محصلینو د جذب خبر ورکوي چې په په افغانستان کې د تېر یو کال راپدېخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند مولوي احمد تقي د سپټمبر ۸ (وږې ۱۷) خبریالانو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې د کانکور د ازموینې وړاندې به د دولسم ټولګي د فارغانو د بایومیټریک بهیر هم د يو ټاکلي پروګرام پر اساس ترسره شي.

ښاغلي تقي ویلي و: "د کانکور امتخان د میزان په۱۳، ۱۴او ۱۵ نیټه اخیستل کیږي په لویو ولایتونو کې به د بایومیټریک بهیر په ۱۱ او ۱۲ مه نیټه او منځنیو ولایتونو کې به په ۱۳ نیټه او کوچنیو ولایتونو کې به بایومټریک په ۱۴ نيټه ترسره کیږي".

افغانستان کې د جمهوریت د رژیم پر مهال د پوهنتونونو نوی تعلیمي کال د وږې میاشتې په دويیمه نیمايي کې پيل کیده او له تعلیمي کال وړاندې به د کانکور ازموینه د ژمي پرمهال په څو پړاونو کې اخیستل کیدله.

خو طالبانو حکومت د پوهنتونونو د نوي تعلیمي کال د پیل نیټه د ښوونځیو د تعلیمي کال سره یو ځای بیرته د حمل میاشت ټاکلې ده. تر اوسه څرګنده نه ده چې سږکال به د دولسم ټولګي څومره فارغان د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي او هم د لوړو زده وزارت دا نه دي ویلي، چې د کانکور په ازموینه کې به نجونې هم برخه واخلي او که نه.

د افغانستان د کانکور کمیټې د معلوماتو له مخې تیر کال د کانکور په ازموینه کې ۱۸۰زره د ۱۲ ټولګیو فارغانوګډون کړی و چې له ډلې ۶۸۹۳۰ تنه یې بریالي شوي وو.

XS
SM
MD
LG