د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان یو شمیر دولتي پوهنتونونه پرانستل شول؛ نجونو هم درسونه پیل کړل


د افغانستان په ګرمو سیمو او ولایتونو کې پوهنتونونه د چهارشنبې په ورځ فبروري دوهمه (سلواغې ۱۳) د یو اوږد ځنډ وروسته پرانیستل شول.

په جلال اباد او کندهار کې په دولتي پوهنتونونو کې زده کړې پیل شوې، خو د اټکل پر خلاف د زده کړو د پیل په لومړۍ ورځ د محصلینو په ځانګړي ډول د ښځینه محصلینو شمیر ډیر کم و.

د تیر کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په دولتي پوهنتونونو کې د نجونو شتون ته اجازه نه وه او د شپږم ټولګي پورته نجونې په زیات شمیر ولایتونو کې له زده کړو محرومې شوې وې.

سره له دې چې د طالبانو حکومت په دولتي پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د پیل کیدو په اړه په رسمي توګه څه ندي ویلي، خو د لوړو زده کړو وزارت مقاماتو د رویترز اژانس ته ویلي چې نجونې پدې شرط چې له هلکانو جلا وي، په درسي خونو کې د حضور اجازه لري.

د ننګرهار پوهنتون یوې محصلې بي بي حوا امریکا غږ ته وویل، چې که څه هم د زده کړو په برخه کې یو لړ نوي مقرارت وضع شوي خو پوهنتون ته په ستنیدلو ډیره خوشاله ده.

بي بي حوا وویل: "... زه ډیر د خوشالۍ احساس کوم او زمونږ مړې هیلې بیرته راژوندې شوې په دې کار سره دا یو ډیر نیک اقدام دی. ځینې بدلونونه راغلي دي مونږ هغه هم منو هغه دا چې د نجونو او هلکانو ټولګي سره جلا شوي دي، وخت یې لږ تغیر کړی دی. هغوی یوه غوښتنه د حجاب هم کړې ده، چې باید تور کالي واغوندي او باید ازاد او اوږده وي دا هم مونږ ته منظوره ده، مونږ ورته خوشاله یو مونږ کوم مشکل نلرو".

د ننګرهار په پوهنتون کې څو تنواستادانو امریکا غږ ته وویل، چې د نوې کړنلارې له مخې به هلکان د سهار په پاو باندې اوو بجو ټولګو ته حاضریږي او نجونې به بیا د غرمې دمخه په پاو باندې یوولس بجو خپلو ټولګو ته حاضریږي.

د کندهار په پوهنتون کې دوه محصلینو عبدالوارث او بلال احمد هم امریکا غږ سره په خبرو کې د پوهنتون د دروازو په بیرته پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دوی خوشاله دي، چې د اوږدې مودې وروسته زده کړو ته ستانه شوي دي.

ښاغلي عبدالوارث وویل: "زمونږ د ځوانانو هیلې یو ځل بیا راژوندې شوي دي".

همداشان بلال احمد وویل: "ډیر خوشاله یو، چې دوی اجازه ورکړه چې مونږ خپلو زده کړو ته ادامه ورکړو. زیات وخت و، چې له زده کړو بې برخې پاتې وو دا یو کال کیږي، چې محصلینو زده کړو ته لاس رسی نه لره اوس محصلین راتلونکي ته خوشبین شوي دي".

د لوړو زده کړو وزارت د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د پوهنتونونو د بیرته پرانیستلو اعلان وکړ، چې له مخې به یې په ګرمو سیمو او ولایتونو کې پوهنتونونه د چهارشنبې او د کابل په ګډون په سړو سیمو کې به د کب په اومه پرانیستل شي.

د لوړو زده کړو د وزارت د مهالویش پراساس د پوهتونونو د پرانیستلو وروسته به محصلین د دریو اونیو لپاره د تیر سمستر درسونه ولولي او د دریو اونیو وروسته به د سمستر ازموینې پیل شي او د ازماینو وروسته به نوی درسي سمستر په عادي ډول دوام ومومي.

همداشان د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور د ازموینې بریالي محصلینو د نوملیکنې بهیر به هم د نوي سمستر د پیل وړاندې ترسره شي.

افغانستان کې د طالبانو واکمیدو وروسته دولتي پوهنتونونه نن د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شول، خو په خصوصي پوهنتونونو کې نجونو او هلکانو په جلا ټولګیو کې زده کړې له وړاندې پیل کړي دي.

د نوې کړنلارې له مخې به نجونې او هلکان په دوه جلا وختونو د سهار او ماسپښین پر مهال په دولتي پوهتونونو کې زده کړي وکړي.

ملګروملتونو د پوهنتونو د پرانیستلو پریکړه ستایلې ده. افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دوبیرا لاینز د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې «راځئ ټول پوهنتونونو ته د ځوانو نجونو او هلکانو د ستنیدلو د بهیر څخه ملاتړ وکړو.» میرمن لاینز ویلي چې ملاتړي کولی شي د پوهنتون استادانو ته د سکالرشفونو په ورکولو باندې غور وکړي.

دمخه افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستنیدویه دفتر "یوناما" هم د خپل ټویټر په پاڼه د پوهنتونونو پرانیستلو هرکلی کړی و او ویلي و، چې دا ډیره زیاته مهمه ده، چې هر ځوان او ځوانه په مساوي ډول زده کړو ته لاس رسی ولري.

پوهنتونونو یوه اونۍ وروسته له هغې پرانستل کیږي چې د طالبانو یو پلاوي د ناروی په پلازمینه اوسلو کې د امریکا او اروپایي ټولنې له استازړو سره خبرې وکړې.

په افغانستان په لومړي ځل دولتي پوهنتونونه د روان کال په سر کې د کرونا له امله بند شوي و چې په دغه هیواد کې د اګست له پنځلسمې وروسته د نظام تربدلون وروسته دغه لړۍ پسې وغځېده.

XS
SM
MD
LG