د لاس رسي وړ اتصالات

څو ځله مې تداوي وشوه خو بیرته په نشو اخته شوم -  یو روږدی 


څو ځله مې تداوي وشوه خو بیرته په نشو اخته شوم -  یو روږدی 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

په نشه يي موادو یو شمیر روږدي چې اوږده موده یې د نشه يي توکو له کارولو وتي دي وايي، چې په کراتو یې درملنې شوې دي خو بیا هم ندي توانیدلي چې نشه يي مواد پریږدي او بیرته ټولنې ته روغ ستانه شي. 

په نشه يي موادو یو شمیر روږدي چې اوږده موده یې د نشه يي توکو له کارولو وتي دي وايي، چې په کراتو یې درملنې شوې دي خو بیا هم ندي توانیدلي چې نشه يي مواد پریږدي او بیرته ټولنې ته روغ ستانه شي.

ثمرقند چې دیرش کاله یې کیږي په نشه يي موادو روږدی دی او اوس د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې اوسي وايي، په لومړي ځل په ایران کې په نشه يي موادو روږدی شو او له هغه وخت نه تراوسه که څه هم څو ځله یې درملنه کړې ده خو ندی توانیدلی چې نشه پریږدي.

هغه وویل: " ایران ته لاړم په یوه باغ کې مې له یوه ارباب سره کار کاوه هغه ارباب تریاک وهل او اخر کې به یې ماته غږ وکړ، چې ثمرقند بیا چې زه به چې کله ورغلم یو دوه لوګیه تریاک به یې په ما هم وڅښول. هغه وخت په ما ډېر ښه ولګېدل په باغ کې به مې منډې وهلې په کار به نه پوهېدم فکر مې کاوه چې دا عجیبه شئ دي مسافری به مې پرې ښه تېره شي نو له هماغه وخت نه مې څښول."

ثمرقند چې اصلا د لغمان د الینګار اوسیدونکی دی وايي، په ایران کې لومړی په تاریاکو او بیا په هیروینو روږدی شو.

" یوه ملګري راته وویل چې که غواړې تریاک بس کړې نو دوه وخته پوډر وڅښوه کېدای شي دواړه ترک کړې هغه چې کله په پوډرو وا وښتم، د پوډرو خوند مې وکتو له تریاکو یې خونډ ښه وو نو له هماغه را په دېخوا دا دېرش پنڅه دېرش کاله به کېږي چې دا نشه زه کوم."

د ثمر قند په وینا په مخدره موادو معتادیدو یې ژوند د هر اړخه تباه کړی او اند په خپله کورنۍ او کلي کې هم خپل قدر او اعتبار نور نه لري.

" دنیایي شرم. د تربور شرم. په مسجد کې شرم. په مجلس کې شرم یعنې له هرې اړخه انسان په هرځای کې له شرم سره مخ کوي او اقتصاد یې هم کمزوری کوي. ځواني هم له منځه وړي، یعنې سل په سلو کې بد شی ده."

ثمر قند څوځله تداوي شوی هم دی خو د تداوي وروسته کله چې کلي او کورته ستون شوی، بیرته یې د مخدره مواد استعمال ته پیل کړی دی. دی وایي مخدره موادو یې اراده ضعیفه کړی او په پرېښیدو یې ندي توانیدلی.

" چې دغه بوټۍ د انسان ایمان کمزوری کوي له بېغیرتي سره یې مخ کوي زما دا خواهش دی چې څوک معتاد وي ترک دې کړي او سالم خلکو نه مې غوښتنه ده چې له دې عمل دې ځان وساتي او نشه دې نه کوي."

ثمرقند له ټولو ځوانانو څخه هم غواړي چې د مخدره موادو د استعمال څخه په کلکه ډډه وکړې او د هغو ملګرو څخه چې په مخدره موادو روږدي وي ملګرتیا دې ورسره نه کوي.

XS
SM
MD
LG