د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ: افغان لوبډلې د پاکستان په وړاندې نننۍ مهمې لوبې ته پوره چمتووالی نیولی


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان لوبډلې د پاکستان په وړاندې د آسیا کپ کرکټ نننۍ مهمې لوبې ته پوره چمتووالی نیولی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن چهارشنبه سپتمبر اوومه (وږې ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې افغان لوبډله د ښه پلان او چمتووالی له مخې د پاکستان په وړاندې د نننۍ لوبې ډګر ته کښته شي.

ښاغلي هوتک وویل: "افغان لوبغاړې د نننۍ لوبې لپاره پوره چمتووالی لري،په ټولو اړخونو کې امادګي نیولې ده، د پاکستان لوبډله یوه پیاوړې لوبډله ده، تر دامهاله په آسیا کپ کې ښه ځلېدلېده، نو افغان لوبغاړي به هم د یادې لوبډلې په وړاندې له ښه پلان، ښه چمتوالی د لوبو ډګر ته ووزي.ان شاءالله چې دوی (افغان لوبډله) پوره اماده ده او پوره چمتووالی یې نیولی دی."

بلخوا د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغانانو کاروونکو د پاکستان په وړاندې د افغان لوبډلې نننۍ لوبې په اړه بېلابېل احساسات څرګند کړي دي.

دوی افغان لوبغاړو ته د دوعاګانو په غوښتلو تمه ښودلې چې له پاکستان څخه د نننۍ لوبې په ګټلو افغانان خوشاله کړي.

د اسیا کپ د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې ټاکل شوې افغانستان نن چهارشنبه پر سیمه ییز وخت ۶:۳۰ دقیقې له پاکستان سره لوبه لري.

دا لوبه په شارجه کې ده. افغانستان په ګروپي لوبو کې بنګله دېش او سري لانکا ته ماتې ورکړې وه خو د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې یې په سري لانکا لوبه وبایلله.

XS
SM
MD
LG