د لاس رسي وړ اتصالات

د احمد مسعود او حمدالله محب خبرو ته د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غبرګونونه


د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهې» له مشر سره د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب خبرو ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

حمد الله محب د جمعې په ورځ ناوخته اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) پر خپل ټویټر پاڼه د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره پر یو لړ مسائلو د بحثونو خبر ورکړ او وویل چې دواړو لورو په دغه خبرو کې د "ولسواکۍ او جمهوري نظام ته پر ستنېدلو چې په هغه کې د ملي بیرغ په ګډون ملي ارزښتونه خوندي وي." ټینګار کړی دی.

ښاغلي محب همدارنګه زیاته کړې چې هغوی همدارنګه ټینګار کړی چې د افغانستان د اوسنۍ معضلې د هواري لپاره د سیاسي اجماع اړتیا ده. د مقاومت جبهې له حمدالله محب سره د احمد مسعود خبرې تائید کړي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

پر همدې مهال د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو او د دواړو لورو پلوویانو ددغه خبرو په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي پدې اړه پر خپل ټویټر پاڼه یوې تبصره کې لیکلي: "د تاسف ځای دا دی چې ښاغلی محب ولي خپل وخت له یو سیاسي ماشوم سره ضایع کوي. هیڅ که نوي یو څو ورځې خو یې د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه دنده تر سره کړې ده. لږ تر لږه خو یې باید له هغه چا سره خبرو ته لبیک نوای ویلي چې د جګړې ټول محوریت یې حسیب قوای مرکز دی."

خو د افغانستان پخواني حکومت د پکتیا والي حلیم فدايي د حمدالله محب د دغه اقدام هر کلی کړی او له هغه څخه یې غوښتي چې په راتلوونکي کې ورته خبرو ته لومړیتوب ورکړي.

هغه زیاته کړې: "څومره چې د ټولو سیاسیونو پر اجماع کار وشي او بیا له له یو مشترک پلیټ فارم څخه د سیاسي حل له لارې له طالب سره په منتخب، قانون مند او ولسواک نظام خبرې وشي، باید د وخت او سیاسیونو لومړیتوب وي. ډاکټر صیب محب همدې لومړیتوب ته دوام ورکړه."

د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب یادو خبرو په اړه د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو د غبرګونونو په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د احمد مسعود پلویانو هم له حمدالله محب سره دهغه خبرو په اړه تندغبرګونونه ښودلي دي.

د یادو کسانو له ډلې د «جنبش ګذار» مشر هارون معترف له حمدالله محب سره د احمد مسعود د خبرو په اړه غبرګون کې حمدالله محب د «افغانستان جمهوري نظام سقوط» له عاملینو څخه بللی دی.

هغه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "محب هیڅ هغه شمېره نه ده چې له هغه سره د راتلوونکي سیاست په اړه خبرې وشي. هغه یو سوځول شوی مجرم دی، هغه زموږ د خلکو له نظره د سیاسي مناسبتونو له دایرې څخه ایستل شوی دی."

د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ معین تصمیم عاصي هم د دغه خبرو په اړه غبرګون ښودلی او ښاغلی محب یې د جمهوریت د سقوط عامل او «یو ماتې خوړلي انسان» په توګه یاد کړی دی.

هغه پر خپل فیسبوک پاڼه د احمد مسعود پر دغه اقدام سخت انتقاد کړی دی او ویلي دي: "په دې حساب سره باید د مقاومت فاتحه واخیستل شي."

خو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د یادو خبرو دفاع کړې، دغه جبهې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهه» د هیواد ازادۍ لپاره او د یو ولسي نظام د تر لاسه کولو د مبارزې د چترۍ په توګه له ټولو ډلو او اشخاصو سره خبرو ته چمتو ده.

د «افغانستان د ملي مقاومت » په نامه د طالبانو مخالفې ډلې مشر احمد مسعود د سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۵) په بهر کې د میشتو افغانانو څخه وغوښتل چې د طالبانو د واکمنۍ د ختمولو لپاره د یوې "سیاسي" حل لارې د موندلو په خاطر سره متحد شي. هغه خپله دغه غوښتنه د یو "نوي پړاو" پیل وباله.

ښاغلی مسعود چې د افغانستان په پنجشیر دره کې د مقاومت د جبهې مشري کوي وویل، اوس د دې وخت رارسیدلی چې هڅه وشي طالبان بیرته د خبرو اترو میز ته راوستل شي. خو طالبانو پر افغانستان تر خپل حاکمیت وروسته ویلي چې نور په هیواد کې هیڅ چاته د وسله والو مخالفت بهانه نه ده پاتې او په خبره یې هر هغه څوک چې د دوی په وینا د «اسلامي نظام» په وړاندې وسله وال مخالفت وکړي ځپل کیږي.

د نړیوالو چارو یو افغان کارپوه رضا قاسمي په دې باور دی، چې د ښاغلي محب او ښاغلي مسعود خبرې او د یو شمیر سیاسي شخصیتونو ترمنځ د سیاسي ائتلاف جوړیدل د طالبانو د حکومت په اړه په نړیواله کچه په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو او د اروپايي ټولنې په دریځ کې د یو تدریجي بدلون له امله شوي دي.

ښاغلی قاسمي وايي، چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب دا تماسونه په امریکا کې د سفیر او بیا وروسته په تیر رژیم کې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د کار په موده کې د ځینو هیوادونو او نړیوالوموسسو سره د اړیکو له مخې ددغو هیوادونو د تدریجي پالیسۍ د بدلون د احساسولو وروسته نیولي دي.

ښاغلی قاسمي وویل: "زه ګمان کوم چې اروپايي ټولنه او هم د امریکا متحده ایالات د هیواد څخه بهر د یوې سیاسي اجماع او د طالبانو له لاس رسي بهر په دې فکر کوي چې پر طالبانو باندې د فشار لپاره د خلکو ځواک تنظیم کړي".

خو ښاغلی قاسمي د پخواني حکومت یو شمیر چارواکو تیرو کړونو ته په کتنې که څه دا ډول اقداماتو ستاینه کوي خو وايي، دا به ښه وی چې ښاغلي محب په څیر د پخواني رژیم د چارواکو پر ځای نور ددغه کار لپاره را وړاندې شوی وای.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه اسدالله زایري وايي، د ښاغلي محب او ښاغلي مسعود په څیرد شخصیتونو ترمنځ خبرې ممکن د افغانستان د مسایلو په برخه کې ګټه ولري، خو دې وايي، چې دا ډول خبرې د پام وړ پایلې به ونلری. د هغه په وینا د افغانستان د ستونزو د هوارولو لپاره غوره لار د بین الافغاني خبرو پیلیدل دي او وايي، چې دا ډول خبرو لپاره یو چوکاټ ته اړتیا ده چې دده په وینا د دوحې په خبرو کې له وړاندې شته دی.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه حکمت الله حکمت وايي، چې د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود او د حمدالله محب ترمنځ خبرې د دواړو ترمنځ تر ډیره شخصي خبرې دي او وايي، چې یوې خوا حمدالله محب د افغانانو استازیتوب نشي کولی او د بلې خوا احمد مسعود هم افغانستان کې سرتاسري نفوذ نلري او دی یوازې د خپل پلار احمدشاه مسعود د نفوذ څخه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولنیزو رسنیو ګڼ کار کوونکي او سیاسي کار پوهان د محمد اشرف غني په مشرۍ د تیر حکومت د سقوط اصلي لامل د حمدالله محب په ګډون هغه ته نژدې کړۍ یادوي.

ښاغلي محب د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په نیمایي کې امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د نړیوالو همکارانو، د مدني ټولنې فعالانو او رسنیو په ګډون ټولې ډلې د جمهوریت د سقوط مسؤول دي.

خو ښاغلي محب د روان لمریز کال په غوايي میاشت کې د طالبانو په لاس د جمهوري ریاست په سقوط کې د خپلې برخې ملامتیا له امله بښنه وغوښتله.

محب له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د جمهوري ریاست د سقوط په اړه د افغانستان ولس ته په خطاب کې وویل: "هغه څه چې په ما پورې اړه لري، د افغانستان له خلکو بخښنه غواړم او هغه څه چې تېروتنه شوې، غواړم سمه یې کړم."

ښاغلی محب د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه، د افغانستان له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني ولسمشر له یو شمېر نږدې ملګرو سره یو ځای د دریو هلیکوپترو په واسطه له افغانستان څخه ووت او متحده عربي اماراتو ته یې پناه یوړه.

XS
SM
MD
LG