د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د امریکا له خوا ددې ډلې په مقاماتو د ویزو محدودیت وغانده 


طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې ډلې مقاماتو ته د ویزو ورکولو د محدودولو په اړه د متحده ایالاتو پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې امریکا دغه اقدام د افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره نه، بلکې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۱۴مه (تلې ۲۲) د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر خپره شوې، راغلي چې افغانستان یو خپلواک او خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو ته ژمن هیواد دی او د «خپل نظام د مدیریت لپاره خپل سیاسي، کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي اصول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې زموږ د نظام په کومه برخه کې مداخله وکړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په یوولسمه (تلې ۱۹) د طالبانو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو ته چې په افغانستان کې یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ښځې او نجونې ځپلي دي، د امریکا د ویزو په ورکولو بندیز ولګاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لنډه توګه ویلي چې هغه کسان چې نجونو د ثانوي یا لوړو زده کړو مخه نیسي، د کار په ځای کې د ښځو د بشپړ ګډون یا د هغوی د دندې د غوره کولو مخه نیسي، د ښځو د خوځښت مخیوی کوي، یا د هغوی د بیان او محرمیت د ازادۍ مخه نیسي، پدې بندیز کې شامل دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان اسلامي امارت د بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي، له نږدې او لرې ټولو هېوادونو څخه یو شان تعامل خپل حق ګڼي او له هغوی څخه هم همداشان تمه لري. امریکا د افغانستان د خلکو سره د خواخوږي له مخې نه، بلکه د نورو موخو لپاره هغه بهانه کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، سره له دې چې طالبانو ډاډ ورکړی چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به درناوی کوي، هغوی داسې فرمانونه او پالیسي صادرې او پلي کړي چې له مخې یې په ټولنیز ژوند کې د ښځو له بشپړ ګډون څخه مخنیوی کوي چې په کې منځنیو ښوونځیو ته د لاسرسي او مختلفو صنعتونو کې د کار کولو مخنیوی شامل دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې په تېرو څه دپاسه سلو کلونو افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر شپږم ټولګي پورته یې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نیولې او تر دې دمه لا څرګنده نه ده چې دوی به کله ښوونځي ته ستنېږي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نورو حکومتونو غوښتي چې د دغو طالب چارواکو پر ضد دې ورته اقدام وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یو غږیز پیغام کې چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳مه د ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه خپور شوی، ویلي چې دوی د علماو له یوې ډلې سره په تېرو شلو کلونو کې د ټولو وزارتونو لایحې او قوانین وڅېړي. د عالمانو قانون او هغه قوانین او احکام چې غیر شرعي اوسي هغه به لغوه کړي.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې ویلي: "موږ هیله من یو چې په راتلونکي کې سل په سلو کې اسلامي نظام ولرو...تاسو ته ډاډ درکوم د ټولو هغو وزارتونو مقررات او لایحې چې په تېرو شلو کلونو کې د کرزي او اشرف غني په دوره کې جوړ شوي دي علماو ته ورکوم چې ویې څېړو. هغه موازد چې شرعي نه وي، د ولس په ګټه نه وي او ظالمانه حکمونه وي لغوه کوو یې. يو خالص شرعي نظام رامنځته کوو."

نوموړی زیاتوي، که څه هم چې ډېر فشارونه پرې وارد شي غیر شرعي مواردو ته به اجازه ورنکړي او له نړۍ سره به د شریعت په چوکاټ کې او د خلکو د ګټو په خاطر اړیکې ونیسي.

XS
SM
MD
LG