د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران روسیې ته ډرون ورکوي، موږ به یې مخه ونیسو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل چې متحدو ایالتونو، بریټانیا او فرانسې، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیې ته د ایران د بې پیلوټه انفجاري ډرون الوتکو د لیږد په اندیښنه څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سکرتریت د امنیت شورا غړو ته ددغو خطرناکه وسلو د لیږد په اړه ځانګړي معلومات ورکړل.

په بیانیه کې راغلي:" موږ د روسیې له خوا له ایران څخه ددغو بې پیلوټه الوتکو د پیرودلو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه، هغه اقدام چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه سرغړونه شمیرل کیږي."

دغه وزارت ویلي" په داسې حال کې چې ایران خپلو درواغو ته دوام ورکوي او په اوکراین کې د کارولو په اړه روسیې ته د وسلو ورکړه نه مني، موږ روسیې ته د خطرناکه وسلو د لیږد د مخنیوي په برخه کې له خپلو متحدینو او شریکانو سره کار ته ژمن یو. موږ به پر ټولو هغو چې په دې انتقالاتو کې ښکیل دي د بندیزونو او نورو مناسبو لارو څخه دریغ ونکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، واشنګټن به اوکراین ته د امنیتي مرستو د لیږد بهیر ګړندی کړی، د دافع هوا د قابلیتونو په شمول چې اوکراین وکړای شي له دغو وسلو څخه د ځان دفاع وکړي.

متحدو ایالتونو په جولای میاشت کې خبرداری ورکړی وو چې ایران غواړي دغه الوتکې چې په هدف ځان ویشتلی شي ، روسیې ته ورکړي څو په اوکراین کې یې وکاروي. خو هغه شواهد چې اوس په لاس کې دي ښکاره کوي چې یادې الوتکې د ملکي اوکراینیانو او مهمو ملکي بنسټونو پر وړاندې کارول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې نن ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د ایراني الوتکو د کارول کیدو د تورونو په اړه څیړنې ونکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دیپلومات دیمتري پولیانسکي وویل چې دا تورونه" بې اساس دي او دسیسه جوړل دي". هغه زیاته کړه کومې بې پیلوټه الوتکې چې په اوکراین کې کارول شوي د روسیې له خوا جوړې شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي ویلي دي چې اوکرایني ځواکونو په څه باندې یوه میاشت کې د ایران ساخت ۲۲۰ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

روسیې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټه په دې اړه د څیړنو صلاحیت نلري او که ترسره شي،"غیر مسلکي او سیاسي" به وي.

ایران هم دا تورونه رد کړي دي خو له دې مخکې د هغه هیواد د سپاه پاسداران قومندان ویلي وو چې ویاړي هیواد یې "د نړۍ قدرت" ته وسلې ورکوي.

اروپايي ټولنې هم ویلي داسې شواهد لري چې روسیې ته د ایران د ۱۳۶ ډوله شهید الوتکو د لیږد ښکارندویي کوي او دا ټولنه پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو ته چمتوالی نیسي.

XS
SM
MD
LG