د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام تاریخچه او د افغانستان لوبې 


په استرالیا کې د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام دا ډول اتم نړیوال جام دی چې کېږي. په سږني جام کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه لري.

د کرکټ د لومړي شل اوریز جام سیالۍ په ۲۰۰۷ کې په جنوبي افریقا کې وشوې چې هند یې اتلولي وګټله. دا سیالۍ هرو دوو کلونو کې یو ځل کېږي، خو که د کرکټ د نړیوالې شورا په لویو ټورنمنټونو په مهالوېش کې څه ټکر راشي او یا کوم لوی خنډ پیدا شي، بیا یې وخت بدلېږي رابدلېږي. لکه د ۲۰۲۰ نړیوال جام سیالۍ چې د کرونا وبا له کبله وځنډېدې.

افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي ځل په شل اوریز نړیوال جام کې ولوبېده.

هغه کال د دغه جام سیالۍ په ویسټ انډیز کې وشوې چې افغانستان په کې له جنوبي افریقا او هند سره مخامخ و او دواړه لوبې یې وبایللې خو افغان لوبغاړي په نړیوالو رسنیو کې وستایل شول.

د دغه جام اوسنۍ اتله لوبډله استرالیا ده، دوی تېر کال په لومړي ځل دا جام وګاټه.

ویسټ انډیز دوه ځلې، پاکستان، هند، انګلنډ او سري لانکا یو-یو ځل دا جام ګټلی دی.

افغانستان د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته رسېدلی خو لا تر دې مخکې نه دی تللی. افغان لوبغاړي هیله لري چې په سږنیو سیالیو کې تر نیمه پایلوبې ځان رسوي.

د افغاستان لوبې

افغانستان د ۲۰۲۱کال په شل اوریز نړیوال جام کې د دوو لوبو له ګټلو وروسته مستقیما د ۲۰۲۲ د اتو غوره لوبډلو مرحې ته لاره ومونده.

افغانستان په روان نړیوال جام کې په الف ګروپ کې دی چې پنځه لوبې کوي او که د ګروپ په دوو غوره لوبډلو کې راغی، سیمې فاینل ته به ووځي.

افغان لوبډله له کوربنه استرالیا، انګلنډ، نیوزلنډ، سري لانکا او یوې بلې لوبډلې سره، چې لا مشخصه نه ده، مخامخ ده.

د افغانستان لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تله ۳۰) د استرالیا په پرت ښار کې له انګلنډ سره ده.

دویمه او درېیمه لوبه یې د استرالیا د میلبورن په ښار کې له نیوزلنډ او بلې لوبډلې سره، چې لا مشخصه شوې نه ده، ده.

څلورمه لوبه یې د نومبر په لومړۍ نېټه د بریسبن په ښار کې له سري لانکا او د ګروپ وروستۍ لوبه یې د نومبر په څلورمه نېټه د اډلایډ په ښار کې له استرالیا سره ده.

XS
SM
MD
LG