د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام څلورمه ورځ؛ د پاکستان او افغانستان لوبه بې نتیجې وه؛ ګربز ښه دی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په استرالیا کې د کرکټ د ۲۰ اوریز نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن چهارشنبه اکتوبر ۱۹ (تله۲۷) ویسټ انډیز زمبابوې او ایرلنډ سکاتلنډ ته ماتې ورکړې. د پاکستان او افغانستان لوبه بې نتیجې اعلان شوه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تمریني لوبې کې پاکستان د پچې له ګټلو وروسته د توپ ‌اچوونې پرېکړه وکړه. افغانستان په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ۱۵۶ منډې وکړې. محمد نبي ۵۱ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.

پاکستان په خپلې پاڼۍ کې ۱۹ منډې وکړې خو د باران له کبله لوبه لغوه اعلان شوه.

د افغانستان د سر توپ وهونکی رحمان الله ګربز د پاکستاني لوبغاړي شاهین شاه اپریدي په یو بال باندې په پښه ولګېده او ژوبل شو. هغه بل افغان لوبغاړي‌ عثمان غني په شا کړ او له میدان څخه یې وویست.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې هغه اوس روغ دی او د شنبې په ورځ به له انګلنډ سره په لوبې کې وي. د پاکستان او افغانستان دا تمریني لوبه د استرالیا د بریسبن په ښار کې وه.

په نورو دوو رسمي لوبو کې بیا ویسټ انډیز زمبابوې ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه خو د زمبابوې ټول لوبغاړي یې په ۱۲۲ منډو وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی د ویسټ انډیز الزاري ‌جوزف شو چې د مقابلې لوبډلې څلور لوبغاړي یې اوټ کړل.

په دویمې لوبې کې بیا ایرلنډ د سکاتلنډ د ۱۷۶ منډو هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی د ایرلنډ کرتیز کامفر و چې ۷۲ منډې یې وکړې او دوه مقابل لوبغاړي یې هم وسوځول. دا دواړه لوبې د استرالیا د هوبارټ په ښار کې وې.

دغه څلور ټیمونه د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د لومړۍ اتو لوبډلو په ډلې کې دي چې د سر دوه غوره لوبډلې به یې دویمې مرحلې ته ځي چې هلته به د ۱۲ غوره لوبډلو په کتار کې سیالۍ کوي.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په ۱۶ نېټه پیل شوې چې د افغانستان په ګډون په کې ۱۶ لوبډلې برخه لري.

XS
SM
MD
LG