د لاس رسي وړ اتصالات

هند: د ۲۰۲۳ کال آسیا جام لوبو لپاره پاکستان ته نه ځو


د هند کرکټ بورډ وایي ددغه هیواد د ملي ټیم لوبغاړي به په ۲۰۲۳ کال د آسیا جام سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړ نشي او ددغو لوبو د ترسره کیدو ځای به بدل شي.

د پاکستان کرکټ بورد د هند په دې پریکړه غصه شوی او ویلي یې دي چې اسلام آباد به ورته پریکړه وکړي.

د هند د کرکټ بورد سکرتر او د آسیا کرکت د شورا رئیس جی شاه ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال آسیا کپ سیالۍ به د پاکستان په عوض په دریم هیواد کې ترسره شي.

د پاکستان کرکت بورډ، د شاه دغه پریکړه یو اړخیزه بللې او ویلي یې دي نوموړي "پرته له دې چې د اوږدمهاله عواقبو په اړه یې فکر وکړي" په دې اړه بیانیه ورکړیده.

د پاکستان کرکټ بورډ په یوې بیانیه کې ویلي:" دا ډول بیانونه د کرکټ آسیایي او نړیوال هیوادونه سره جلا کوي او کولی شي په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې په نړیوالو لوبو کې د هند په ګډون او د ۲۰۲۴- ۲۰۳۱ کلونو په ترځ کې د کرکټ د نړیوالې شورا په سیالیو اغیز وکړي."

ټاکل شوېده د آسیا جام سیالۍ راتلونکې کال پاکستان کې ترسره شي، خو د یاد هیواد کرکټ بورډ وایي چې د یاد ټورنمنټ د ځای د بدلیدو په اړه په هیڅ بحث خبر ندی او په دې اړه یې کوم رسمي مکتوب هم ترلاسه کړی ندی.

د پاکستان کرکټ بورډ د آسیا د کرکټ له شورا غوښتي دي چې په دې اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړي.

د هند او پاکستان د سیاسي ناندرو له امله د یاد هیواد لوبډلې یوازې په نړیوالو ټورنمنټونو کې سیالي کوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ عادي لوبې نه کیږي.

ټاکل شوېده د کرکټ په ډګر دغه دوه سرسخته سیالان، د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د سیالیو په لړ کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ په آسترالیا کې سره مخ شي. ددې لوبې ټکټونه له وړاندې خرڅ شوي دي.

XS
SM
MD
LG