د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ترهګرۍ د تمویل کوونکو هیوادونو له خړ نوملړ څخه وایستل شو 


د پیسو مینځلو د څار نړیوالې ادارې مشر د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹) وویل چې پاکستان د نړیوال خړ لیست څخه چې د تروریزم د تمویل په اړه د جدي څارنې ایجاب کوي، ایستل شوی دی.

د مالي عمل کاري ځواک (FATF) مشر راجا کمار یوې خبري غونډې ته وویل، دا پریکړه، چې د سویلي آسیا د بحران ځپلي هیواد شهرت لوړوي، په پاریس کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې شوې ده.

ښاغلي کمار همداشان وویل: "د پاکستاني چارواکو له ډېر کار وروسته، چې دوی د دوه جلا عمل پلانونو له لارې ترسره کړ د پیسو مینځلو او د تروریزم تمویل ضد سیسټمونو کې د نیمګړتیاو د لرې کولو لپاره یې د ګډ عمل ۳۴ موارد بشپړ کړل. "

د جون په میاشت کې په یوه غونډه کې، FATF ویلي وو چې دوی پاکستان په "خړ لیست" کې ساتي، خو ویلي یې وو چې د ساحې د لیدنې وروسته د پرمختګ د تصدیق په صورت له دې لست نه ایستل کیدای شي.

ښاغلي کمار وویل چې د FATF ټیم پاکستان ته تللی و او د دې پروګرام له پلي کیدو څخه راضي دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په خپل ټویټر لیکلي: "د FATF له خړ لیست څخه د پاکستان وتل زموږ د پریکنده او دوامداره هڅو پایله ده."

پاکستان په ۲۰۱۸ کال کې د "ترهګرۍ د تمویل ضد ستراتیژیکې نیمګړتیاو" له امله په لست کې شامل کړای شوی و.

ښاغلي کمار وویل که څه هم دغه هیواد د ترهګرۍ د تمویل له لیست څخه وایستل شو، خو "لا هم کار شته چې باید ترسره شی" او زیاته یې کړه چې دغه اداره پاکستان دې ته هڅوي چې د خپلې څارنې میکانیزم پیاوړی کړي.

XS
SM
MD
LG