د لاس رسي وړ اتصالات

سخت پښیمان یم، غواړم تداويي وکړم او له نشو ځان خلاص کړم – یو معتاد 


سخت پښیمان یم، غواړم تداويي وکړم او له نشو ځان خلاص کړم – یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

پداسې حال کې چې د معتادینو د درملنې امکانات د پخوا په پرتله ډیر کم شوي خو بل لورته د ولایت الدین په شمول د مخدره موادو ګڼ شمیر معتادین غواړي درملنه یې وشي او د نشه يي توکو له استعمال وژغورل شي. 

پداسې حال کې چې د معتادینو د درملنې امکانات د پخوا په پرتله ډیر کم شوي خو بل لورته د ولایت الدین په شمول د مخدره موادو ګڼ شمیر معتادین غواړي درملنه یې وشي او د نشه يي توکو له استعمال وژغورل شي.

په نشه يي موادو روږدی ولایت الدین د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي دی خو دی اوس د کابل د ښار په کارته نو سیمه کې اوسیږي او له تیرږ پنځو کالونو راپدیخوا په نشو اخته دی.

ولایت الدین وايي، چې څنګه یې نشه يي موادو ته مخه کړه:" اول مې چې شروع کړه په پاکستان کې مې مکتب ویلې یو هلک وو هغه سره مې چرس ووهل. هغه وخت مې فکر کاوه چې خوند او زنده ګي همدا ده، خو پاکستان کې مې یوازې چرس څښول کله چې افغانستان ته راغلم دلته مې تریاک شروع کړل. یوه ورځ دلته سرک اول ته راغلم د تریاکو پوښتنه مې کوله یوه هلک راته وویل چې تریاک نشته او نه پیدا کېږي، راته یې وویل پوډر وڅښوه، کله مې چې پوډر ووهل بیا مې تریاک پرېښودل او په همدې اخته شوم".

ولایت الدین وایې، داچې په مخدره موادو معتاد شوی، اوس سخت پېښمانه دی او تصمیم یې نیولی تر څو بیرته خپلې کورنۍ ته پکتیا ته ستون شي او هلته د خپلې کورني په مرسته د مخدره موادو نه د خلاصون په موخه د درملنې په مرکز کې ځان بستر کړي.

هغه وویل:" دا ډېر بد عمل دی هغه ورځ چې زه مړ شوی وای ښه به وو چې هغه ورځ مې دا عمل شروع کاوه.کله یې چې ونه وهو، وجود مو ډېر بې سوره او بې خونده وي زړه مو ورته کېږي."

ولایت الدین وایې د لویانواو ماشومانو په ګډون ټول یې سخت په تنګ وي او ژوند یې هم سخت ستړی دی.هغه زیاتوي چې "غټ ارمان مې دا دی چې واده وکړم ځکه د مور مې هم همدا لوی ارمان دی چې زه واده وکړم او بچي مې وشي".
ولایت الدین په اخر کې د ټولو ځوانان څخه غواړي چې د مخدره مواد څخه د همیش له پاره ځان وساتي.

XS
SM
MD
LG