د لاس رسي وړ اتصالات

په نشو اعتیاد د دایمي معلولیت لامل هم ګرځي -طبي کارپوهان 


په نشو اعتیاد د دایمي معلولیت لامل هم ګرځي -طبي کارپوهان 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:38 0:00

د رواني ناروغیو متخصص ډاکټران وايي، چې په مخدره موادو اعتیاد نه یوازې د رواني ناروغیو لامل ګرځي بلکې نورې ناروغۍ هم رامنځته کوي او په اوږده موده کې د معلولیت سبب هم کیدای شي. 

د رواني ناروغیو متخصص ډاکټران وايي، چې په مخدره موادو اعتیاد نه یوازې د رواني ناروغیو لامل ګرځي بلکې نورې ناروغۍ هم رامنځته کوي او په اوږده موده کې د معلولیت سبب هم کیدای شي.

د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر اجمل غیور امریکاغږ سره مرکه کې ويلي، چې د مخدره موادو کارول او اعتیاد د ګڼ شمېر رواني او فزیکې ناروغیو لامل کېږي او د اعتیاد له امله د هغو اشخاصو کردار او افکار خرابېږي، چې په ټولنه کې ژوند کوي او په نشه يي توکو روږدي وي.

ډاکټر غیور وویل:" فزیکي ناروغۍ لکه، ایچ ای وي، هیپیټاټیز، د سږو تکلیفونه، د ځېګر تکلیفونه پېدا کېږي. د پښتورګو او د معدي تکلیفونه په کې پېدا کېدلی شي. ډېر مختلف تکلیفونه پېدا کوي، خو د ټولو نه مهم د شخص شخصیت متاثره کوي او ان د شخص د معلولیت باعث ګرځي، چې بیا په ټولنه بار وي."

د هغه په خبره، چې په نشه يې توکو روږدي کسان د جسمی قوت له مخې تر نورو ډېر ضعیف وي. نشه هغه څه دي، چې جسمی قوت د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه له منځه وړي.

د ډاکټر غیور په خبره، چې د نشه يې توکو استعمال بېلابېلې روانې ناروغۍ رامنځته کوي، چې په وینا يې خپله اعتیاد یوه مهمه عامه رواني ستونزه ده.

هغه وايي، د نشه يې توکو کاروونکي اشخاص او ځوانان په ټولنه کې د نفرت د پېدا کېدا سبب کېږي، چې هیڅوک يې له ځان سره نږدې نه پرېږي.

د هغه په خبره، چې په نشه يې توکو د روږدي کېدو مخنیوي لپاره د ټولنې او په ځانګړې توګه د کورنۍ تشویق او د مناسب چلند مهم دی.

په دې وروستیو کې، چې کار او روزګار نشته، پخوانی نظام ړنګ شوی نو زیاته سلنه ځوانان بې روزګاره شوي او اوس مهال د بوختیا لپاره هیڅ لاره نه لري. د راپورونو او مرکو په اساس یو شمېرځوانان تازه په نشه يې توکو روږدي شوي دي.

XS
SM
MD
LG