د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیواله ورځ؛ نړۍ کې د لوږې سره مخ کسانو شمېر دوه برابره شوی


د اکتوبر ۱۶مې د خوړو نړیوالې ورځې سره هم مهاله، ملګرو ملتونو په نړۍ کې له لوږې سره د مخامخ کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، په تیرو درې کلونو کې د لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر څه باندې دوه برابره شوی دی.

ښاغلي ګوتیریش زیاته کړې: "موږ باید په ګډه له ناامیدۍ څخه د امید او عمل په لور حرکت وکړو او غذايي رژیمونه د ټولو لپاره د لاس رسي وړ او ارزانه کړو. د خوړو په نړیواله ورځ له تاسو څخه غواړم چې د تغیر برخه و اوسئ."

له دې سره هم مهاله د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشر دیوید بیسلي ویلي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال د بشردوستانه چارو په برخه کې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو خونړی کال بلل کیږي او اوس د راتلوونکي کال په اړه اندېښنه لري.

هغه ویلي: "موږ اوس په ۲۰۲۳ کال کې د خوراکي موادو پیدا کېدو له بحران سره مخ یو.که چیري په عمل کې پاتې راغلو دا به یو ناورین وي چې پخپل ژوند کې مو نوي لیدلی."

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت چې خپلې چارې له قطر څخه مخته وړي، د خوړو نړیوال پروګرام له قوله ویلي چې ۱۸.۹ میلیون افغانان کافي خواړه نلري.

دغه سفارت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ د خوړو خوندیتوب او ملاتړ په برخه کې د خوړو نړیوالو پروګرام له لارې ۲۱ میلیون کسانو سره همکاري کړې ده او د افغانستان له کروندګرو سره یې خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر میاشتې پر پنځمه پخپل راپور کې د افغانستان اقتصاد د طالبانو تر حاکمیت وروسته د «ناورین او سقوط» په حال کې وباله او وویل چې د دغه هیواد له ۹۵ څخه تر ۹۷ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د دغه راپور په اساس د یو کال په موده کې د افغانستان ۱۰ کلنه اقتصادي لاسته راوړنه له لاس څخه وتلې ده.

XS
SM
MD
LG