د لاس رسي وړ اتصالات

نشو رانه ابرو، اعتبار او هر څه واخیستل – یو معتاد 


نشو رانه ابرو، اعتبار او هر څه واخیستل – یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

په نشه يي موادو روږدی امیر خان چې اوس د کابل په کارته نو کې لکه د نورو معتادینو غوندې له خپلې کورنۍ څخه لرې اوسیږي وايي، په نشه يي موادو اخته کیدل د ژوند داسې تیروتنه بولي چې ده پکې خپلې کورنۍ او خپلوانو ته اعتبار  بایللی دی او اوس سخت پښیمان دی. 

په نشه يي موادو روږدی امیر خان چې اوس د کابل په کارته نو کې لکه د نورو معتادینو غوندې له خپلې کورنۍ څخه لرې اوسیږي وايي، په نشه يي موادو اخته کیدل د ژوند داسې تیروتنه بولي چې ده پکې خپلې کورنۍ او خپلوانو ته اعتبار بایللی دی او اوس سخت پښیمان دی.

په کابل کې اوسیدونکی دغه معتاد اصلا د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اوسیدونکی دی. امیرخان چې تر پنځلسو کلونو زیات عمر یې د چرسو او تاریاکو نشه کړې ده وايي له تیرو دوو کلونو راهیسې په هیروینو معتاد دی.

امیر خان په مخدره موادو د روږدېدو سبب بې کاري او له ناسمو ملګرو سره ناسته او ولاړه بولي او وايي، دا ملګري یې له پخوا عملیان وه.

هغه وویل:" یوه ورځ یوه ملګري راته وویل: چې راشه یو دود را سره ووهه. هماغه یو دود چې مې ور سره وواهه دومره خوږه نشه یې وه چې هماغه یوه دود دې ځای او حال ته را ورسولم. اوس زه دا وایم چې باید دا اشتباه له بل چا نه ونه شي کومه چې له مونږ نه شوې ده."

امیر خان وایې، درې اولادونه لري او د کورنۍ غړي یې څو ځله ورپسې راغلل چې بیرته یې کور ته ستون کړي خو دی کور ته د اعتیاد له وجې ستون نشو.

امیرخان وايي:"دوه مې زامن او یوه مې لور ده. هغوی را باندې خبر دي، ورونه مې راپسې راغلل دلته ویل یې راځه ولاړ شو کور ته ما ورته وویل چې تاسو درځئ زه پخپله دوه ورځې وروسته راځم کورته، خو لاتر اوسه پاته یم او کورته نه یم تللی. زه وایم چې نن به ځم او سبا به ځم خو د دغه بد عمل له وجې پاتي یم او کورته نه یم تللی، کور، بچیان او هرڅه رانه پاتي دي."

امیر خان په مخدره موادو له روږدېدو سخت پیښمانه دی او وایې، چې ښه به دا وای چې ځان یې د مخدره موادو د استعمال څخه ساتلی وای. ځکه مخدره موادو یې په ټولنه کې عزت او اعتبار له منځه وړی دی.

هغه وايي: "د انسان ابرو، عزت او هرڅه له منځه وړي باید ما اول دېته فکر کړی وی؛ خو بس د ناوړه ملګرو له لاسه زه دې حالت ته را ورسېدم."

امیر خان د افغانستان له اوسني حکومت څخه غواړي چې مخدره مواد دې په ټول افغانستان کې په عملي ډول بند کړي. که مخدره مواد بند نشي معتادین هیڅ کله نشي کولای چې مخدره موادو مصرف ترک کړي.

XS
SM
MD
LG