د لاس رسي وړ اتصالات

بنیټ:د افغان میرمنو او نجونو حقونو تاریخي شاتګ کړی


د افغانستان د بشري وضعیت په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ
د افغانستان د بشري وضعیت په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ

د افغانستان د بشري وضعیت په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ وایي چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ، ممکن د هغه هیواد په تاریخ کې بې ساری وي.

نوموړی چې تازه له افغانستان څخه ستون شوی او هلته یې له طالب چارواکو سره هم خبري کړي، نن چهار شنبې اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) د ملګرو ملتونو په یوې غونډه کې وویل چې د تیرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو په نسبت، دا شاتګ، د هغو شاتګونو په نسبت لوی دی چې افغان میرمنو او نجونو په ۱۹۹۶ میلادي کال کې تجربه کړی وو، هغه کال چې طالبان د لومړي ځل لپاره واک ته ورسیدل.

بنیټ وویل، سربیره پر دې چې د نجونو متوسطه او لیسه ښوونځي د ۴۰۱ ورځو راهیسې بند دي، افغان میرمنې په پراخ ډول له کار، ټولنیز ، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه محرومې شوي چې موخه یې له ټولنې څخه د هغوی ګوښه کول دي.

ریچارد بنیټ زیاته کړې چې د افغان میرمنو بنیادي حقونه او آزادې ګانې مرحله په مرحله او د طالبانو په لارښونه له هغوی اخیستل شوي او افغانستان د میرمنو لپاره په بدترین هیواد بدل شوی دی.

د اقلیتونو حقونه

بنیټ چې په مې او اکتوبر میاشتو کې دوه ځله افغانستان ته تللی دی، وویل د هزاره ګانو، صوفيانو، سیکهانو او هندوانو په ګدون د اقلیتونو بشري وضعیت، د رسنیو د آزادي ځپل، بشري کړکیچ، له مجازاتو څخه معافیت او نه حساب ورکول هغه نور موارد دي چې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت ښکارندویي کوي.

خو نوموړي زیاته کړه سره له دې چې په افغانستان کې لږ مثبت تغیرات لیدل کیږي خو په اکثریت برخو کې شاتګ دومره ډیر دی چې پر دې مثبتو تغیراتو یې سیوری اچولی دی.

طالبانو سره نښتې

ریچارد بنیټ همدارنګه وویل چې په بغلان، کاپیسا، پنجشیر، تخار او بدخشان ولایتونو کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي او متعدد معتبر راپورونه، د اسیرانو د ناقانونه وژنو، او د بشري او نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونو ته اشاره کوي.

بنیټ وویل، په پنجشیر کې حتی له ملکي کسانو څخه چیرې چې هغه ورغلی وو، په دې پلمه چې د مقاومت جبهې متحدین دي، پوښتنې او څیړنې کیږي ، د هغوی کورونه پلټل کیږي، په خپل سر نیول کیږي، شکنجه کیږي او لادرکه کیږي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور ورکونکي زیاته کړه، په داسې حال کې چې طالبان دا تورونه ردوي "زه په دې باور یم چې د سیاستونو د بدلولو لپاره یوې څیړنې ته اړتیا ده." هغه همدارنګه زیاته کړه چې په افغانستان کې د انتقالي عدالت هر اړخیز بهیر ته ضرورت دی.

ښاغلي بنیټ همدارنګه د طالبانو د رهبر د عمومي عفوې له اعلان سره سره، په هدفي ډول د پخوانیو افغان پوځیانو د وژل کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه. هغه له طالبانو وغوښتل چې د عفوې لارښونه عملي کړي او له هغو کسانو څخه پوښتنه وکړي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو او چارواکو په وژنه او تري تم کیدنه کې لاس لري.

د رسنیو آزادي

د ملګرو ملتونو راپور ورکونکي همدارنګه وویل له مې میاشتې راپدیخوا، د مطبوعاتو آزادي د پخوا په پرتله ډیره کمه شوې او د طالبانو له چارواکو سره د مخالفت او انتقاد ځای نشته.

هغه همدارنګه وویل چې تحقیقي راپور ورکول او د جګړه ځپلو سیمو پوښښ په جدي ډول محدود شوی دی.

بنیټ له طالبانو وغوښتل چې د بیان آزادي او معلوماتو ته لاسرسی دود کړي او د مسلکي رسنیو لپاره له غچ اخیستو او یا هم برید پرته فضا رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG