د لاس رسي وړ اتصالات

ریچارډ بنیټ: پر میرمنو د طالبانو محدودیتونه په ټولنه کې د هغوي د حضور مخنیوی دی


افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکی ریچارد بنیټ وايي، افغانستان د خورا زیاتو بشري ګواښونو سره مخ دی او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې د بشري وضعیت د ښه کیدو لپاره دې د خپلو خبرو او کړنو ترمنځ فاصله کمه کړي.

ښاغلی بنيټ وايي د طالبانو حکومت پر خلکو باندې د هغو سو استفادو د جدي اغیزو په اړه چې ډیرې یې د دوی په نوم کیږي په اعتراف کې پاتې راغلی او د ټول ولس د خوندیتوب لپاره دې مسلې ته حل لټول د دوی مسولیت دی.

ریچارد بنیټ د ملګروملتونو له خوا د دغې ادارې له اړخه د بشري حقونو د وضعیت د ارزولو لپاره ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه د ټاکل کیدو وروسته په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په خرابیدو ژوره اندیښنه څرګنده کړه او په ځانګړي ډول په ټولنه کې د ښځو په خذفولو باندې اندیښنه وښوده.

ښاغلي بنیټ وویل " د شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځیو تړل، سیاست کې د ښځو ونډې ته ډیر کم فرصتونه، تګ راتګ د ازادۍ په برخه کې محدودیتونه ، د بیان ازادي، د محرم د لرلو او حجاب په برخو کې لارښود په بشپړه توګه د جنسیت له اړخه جداکیدل دي، چې هدف یې په ټولنه کې د ښځې د حضور مخه نیول دي".

همداشان د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي په کابل، کندز او مزارشریف کې د هزارګانواو صوفیانو په جوماتو او مذهبي ځایونو او تعلیمي ادارو د بریدونو د پلټنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغو بریدونو تر ډیره سیستماتیکه بڼه اخیستې ده. همداشان هغه د نړیوالو بشري قوانینو څخه د ملکیانو پر وړاندې سرغړونو په خپلسر نیولو، د صحرايي وژنو، شکنجو او په پنجشیر او ځینو نورو ولایتونو کې په زور کډه کولو ته د اړ کولو په اړه د نه تائید شوو رپوټونو باندې هم خبرې وکړې، خو ویې ویل چې اړتیا ده چې ددغو رپوټونو سپیناوی وشي.

ښاغلي بنیټ وویل "زیات شمیر رپوټونه د خبریالانو، څارنوالانو، قاضیانو اود هغوی د وظیفو څخه لري کول د مدني ټولنې د استازو د ویرولو،زورولو، نیولو او په ځینو قضیو کې د وژلو او ترې تم کیدلو په اړه ورکړل شوي چې دا هم د اندیښنې وړ دي".

د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکوونکي د یو خبریال د دې پوښتنې سره موافق نه و، چې ویل یې افغانستان ته د ده د سفر پر مهال د طالبانو حکومت یوې خوا په تلویزیونونو کې پر ښځینه خبریالانو د مخونو د پټولو بندیز ولګوه او د بلې خوا یې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ړنګ کړ. ریچارد بنیټ وویل چې دا یو تصادف و که نه د طالبانو حکومت د تیرو نهو میاشتو راهیسې پر ښخو د بندیزو لړۍ پیل کړې ده. ریچارد بنیټ په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو پر حکومت د بندیزوسره سره دې افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه به خپل راپور د سپټمبر په میاشت کې د ملګروملتونو د بشري حقونو کمیسیون ته وسپاري . خو هغه وویل تر هغه وخته به د افغانستان بشري وضعیت وڅاري.

ریچارد بنټ د مې د میاشتې په دوهمه اونۍ کې د افغانانو د بشري وضعیت د معلومولو لپاره افغانستان ته په یولس ورځیني سفر راغلی دي او د کابل سربیره یې مزارشریف ته هم سفر کړی دی. هغه وویل، چې طالبانو د حکومت له چارواکو سره په کتنو کې یې هغوی سره په ټولو بشري مسلو خبرې کړي دي. ریچارد بنټ وویل چې طالبانو ورته ویلي چې هر چیرته چې غواړي دې سفر کولی شي او د خلکو سره لیده کاته کولی شي. ریچارد بنټ د طالبانو د چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه وویل چې طالبان به ژر د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه یو اعلامیه ورکړي.

طالبانو حکومت تراوسه د ریچارد بنټ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارووزارت د خپل ټویټر په پاڼه د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د ملګروملتونو د ځانګړي راپورووکوونکي د لیدو خبر ورکړی وو او ویلي وو، چې ښاغلي متقي د ښاغلي بنټ څخه غوښتي چې په خپل راپور کې دې د افغانستان د وضعيت رښتينی انځور وړاندې کړي او اوسنی وضعيت له تېر سره پرتله کړي ترڅو رامنځ ته شوی مثبت توپير په ګوته شي. دغه وزارت ویلي په پای کې ښاغلي بنټ وويل هڅه به وکړي چې راتلونکې کې خپل معلومات کره کړي.

XS
SM
MD
LG