د لاس رسي وړ اتصالات

ریچارد بنیټ: افغانستان کې د بشري حقوقو وضعیت د اندیښنې وړ دی


د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ
د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ افغانستان کې بشري وضعیت ډیر د اندیښنې وړ بللی دی او ویلي دي، چې دا هیواد د یو جدي بحران سره مخ دی.

ریچارد بنیټ د پنجشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۲۰ (تلې ۲۸) افغانستان ته د خپل ۱۲ ورځیني سفر په پای کې ویلي، چې ددغه سفر په ترڅ کې یې د طالبانو له چارواکو، د بشري حقونو فعالینو، ښځو، د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو، د اماج د تعلیمي مرکز د قربانیانو د خپلوانو، خبریالانو، سوداګرو ښځو، دیني عالمانو او د مذهبي اقلیتونو د استازو سره لیدلي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا په خبر پاڼه کې د ښاغلي بنیټ له قوله ویل شوي چې دی وروسته له څیړنو دې پایلې ته رسیدلی دی، چې افغانستان یو جدي بحران سره مخ دی او دې ته اړتیا ده ترڅو ټول اړخونه په عاجل ډول اقدامات ترسره کړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټاکل شوې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکي په راروانو ورځو کې د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې د خپلو موندنو په اړه د ملګروملتونو عمومي غونډې ته معلومات وړاندې کړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، "د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي د کابل، بامیان او پنجشیر ولایتونو ته سفر کړی، سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، مدني ټولنې فعالانو او خبریالانو سره خپلې اندیښنې شریکې کړې دي. کابل او پنجشیر کې یې له روغتونونو لیدنه کړې او هم یې په کابل او بامیان ولایتونو کې بندیانو سره کتلي ترڅو د بندیانو په ځانګړي ډول د ښځو، روغتیايي کارکوونکو او د زندان د ساتوونکو خبرې واوري".

ښاغلي بنیټ ویلي، چې د ټولنې د مختلفو قشرونو سره په کتنو کې د ښځو او نجونو، د ناهیلې کونکي وضعیت په اړه، عبادت ځایونو، تعلیمي مرکزونو، ښاري ترانسپورت په ځانګړي ډول پر هزاره توکمو باندې د بریدونو د زیاتیدو له امله خپلې ژورې اندیښنې ورسره شریکې کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې د امنیتي وضعیت او د ناسم بشري حقونو د وضعیت په اړه یې د طالبانو د چارواکو سره خبرې کړي او له هغوی غوښتي، چې په دې برخه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د جمعې د ورځې د رخصتۍ له امله مو د ریچارد بنیټ د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندوانو نظر ترلاسه نشو کړی. خو د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د ریچارد بنیټ د کتنې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې ددغې کتنې په پای کې ښاغلي متفي "د بشري حقونو د وضعیت د لا ښه کیدو لپاره د افغانستان د اسلامي امارت ټولو ادارو لخوا د هلو ځلو او ژمنیتا په هکله ښاغلي بنیټ ته ډاډ ورکړ".

د امنیتي وضعیت په اړه د ښاغلي بنیټ د اندیښنې د څرګندولو هممهاله، د بشري حقونو نړیوال سازمان هم په یو راپور کې د طالبانو د حکومت له خوا د بندیانو شوو ښځو فعالینو له قوله ویلي، چې دوی سره په زندان کې ناسم چلند شوی او شکنجه شوي دي. په دغه دغو میرمنو د بشري حقونو نړیوال سازمان ته ویلي، چې طالبانو د هغوی نارینه خپلوان وهلي او " برقي شوکونه " یې ورته ورکړي دي او بند کې د پاتې کیدو پر مهال یې عدلي ادارو ته لاس رسی هم نه درلود.

بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي، چې دا وضعیت په بند کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د اعتراضونو د چپ کولو لپاره د هغوی پر هڅو رڼا اچوي.

XS
SM
MD
LG