د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت باید بزګرانو ته سهولتونه برابر کړي – د ننګرهار بڼوال 


حکومت باید بزګرانو ته سهولتونه برابر کړي – د ننګرهار بڼوال 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په ننګرهار کې یو شمیر باغداران د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې د بزګرانو د ملاتړ لپاره باید دوی ته داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې په اساس یې د کوکنارو بدیل کښتونو ته وده ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره هم مخ نشي. 

په ننګرهار کې یو شمیر باغداران د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې د بزګرانو د ملاتړ لپاره باید دوی ته داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې په اساس یې د کوکنارو بدیل کښتونو ته وده ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره هم مخ نشي.

دا بزګران داسې مهال د طالبانو له حکومت دا غوښتنه کوي، چې د طالبانو د حکومت له راتګ سره اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او د نړیوالو مرستندویانو پخوانۍ مرستې هم ندي پاتې.

د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ یو بڼوال امید عمرزاده چې په خپله کرهڼیزه ځمکه یې د لیمو یو باغ ایښی وايي چې بڼوال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او باید مرسته یې وشي.

هغه وویل:”د ننګرهار د زراعت له ریاست څخه زما دا هیله ده، چې بزګرانو د اصلاح شوي تخمونو سهولتونه برابر کړي. د خلکو اقتصاد ډیر خراب دی. دوی نشي کولی چې یو بوټی په درې سوه یا څلور سوه افغانۍ واخلي. دوی ته باغونه جوړ کړي“.

عمرزاده وایې، چې په خپل باغ کې یې ۱۲۰ د لیمو ونې کرلی دي او اوس د خپل باغ د ښې ودې څخه خوشحاله دی.

هغه وايي، که يې د لېموانو دا بڼ حاصل ته ورسېږي نو د کوکنارو د کرکیلې څو چنده لوړ حاصلات به ترې واخلي.

هغه امریکاغږ ته وویل: "د زراعت متخصصینو سره ما مشوره کړې ده، څلور په څلورو کې ما ونې کرلي دي. د لېمو حاصلات بهترین حاصلات دي. کله چې دا ثمرې ته ورسېږي. یو من لېمو اته سوه افغانیو نه تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې خرڅېږي، ځکه حاصلات يې په اوړي کې رسېږي او د خلکو اړتیا ډېره وي."

عمرزاده وايي، د مواد مخدر له کرکیلې نه څه نا څه پېسې کروندګرو ته په لاس ورځي، مګر ډېره کمه ګټه وي او نه یوازې دا چې ګټه يې کمه ده، بلکې حرامه هم ده.

هغه وايي، که کروندګر د موادمخدر کرکیله کوي، نو له امله يې ځوان نسل له تباهۍ سره مخ کېږي او له منځه ځي، ځکه یو کس په نشه يې توکو اخته شو، زیان يې ځان، کورنۍ او ټولنې ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG