د لاس رسي وړ اتصالات

د ګنیو بزګران له حکومت نه د ګاڼیو په جوړولو کې مرسته غواړي 


د ګنیو بزګران له حکومت نه د ګاڼیو په جوړولو کې مرسته غواړي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ګنیو یو شمیر کروندګر وايي، چې که څه هم ګني ښه حاصل کوي، خو د ګاڼیو د جوړولو توان نه لري او له حکومت غواړي، چې پدې برخه کې یې مرسته وکړي.  

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ګنیو یو شمیر کروندګر وايي، چې که څه هم ګني ښه حاصل کوي، خو د ګاڼیو د جوړولو توان نه لري او له حکومت غواړي، چې پدې برخه کې یې مرسته وکړي.

دوه اتیا کلن بزګر عبدالظاهر چې لسیزې یې د ګنیو کروندې کړي وايي، نه یوازې ګني د کوکنارو ښه بدیل دی بلکې د هغه په قول تر پنځوسو زیات کاریګر هم ورسر په ځمکو کې کار کوي.

خو دغه بزګر ګیله من دی چې حکومت یې هیڅ لاسنیوی ندی کړی. دی وايي، په تیر جمهوري نظام کې یې لا د ګوړې د ګاڼۍ غوښتنه کړې وه. هغه وویل: "ما زراعت ریاست ته عریضه کړې وه چې د ګوړې یوه ګاڼې یا داسې یو سهولت را کړي، خلکو ته يې ورکړې دي، خو هغو خلکو ته يې ورکړې چې هغوی پیسې لرلې او واسطې يې لرلي. هغوی ګاڼۍ اخیستې دي، وايي خیستې خو ځمکه يې نه لرله بېرته يې خرڅې کړې او مونږ سره چا کومک نه دی کړی".

عبدالظاهر په شاو خوا دوه جریبه ځمکه باندې ګني کرلي دي او دا يې څلورم کال دی، چې ترې حاصلات اخلي، ځکه په وینا يې ګنې د څلورو کالو لپاره یو ځل کرل کېږي او هر کال حاصل ورکوي.

عبدالظاره امریکاغږ ته وویل: "زما ۸۲ کاله عمر دی، پلار مې هم دا ګني کرل او کله چې کې پلار وفات شو زه مکتب کې وم هم مې ګنې کرل، کله مې چې تقاعد وکړ هم دا ګنې کرمه، دا ډېر ښه حاصل لري د کوکنارو نه، د چرسو او بنګو نه او نورو شیانو نه ډېر ښه حاصل لري."

هغه وايې، ګنیو کرکیله تر نورو هغو فصلونو ځکه ښه ده، چې په خبره يې پاڼې يې مالونو ته اچوي، خاشاک يې د سوخت لپاره پکارېږي او له ګنیو نه ګوړه، سانچق، شربت، شکره او ډېر ترې جوړېږي.

عبدالظاهر وايي، د ګنیو یو جریب ځمکه دوه خرواره یا ۱۶۰ منه د ګوړې حاصل ورکوي، چې د ګوړې نرخ ته په کتلو سره ورته زیات عواید په لاس ورځي.

"یو جریب دوه خرواره ګوره ورکوي، نه پوهېږم خروار ګوړه په ۸۰ زره او که ۷۰ زره افغانیو باندې ده، یو من ګوړه اوس په ۸۰۰ خرڅېږي، نو د دې څخه مونږ ډېر خوشحاله یو."

هغه وايي، د ګنې تر حاصلاتو ښه حاصل بل یو کښت هم نه کوي، ځکه هر کال دی د نورو فصلونو په پرتله له ګنیو نه دوه برابره او یا درې برابره ډېر حاصل تر لاسه کوي.

کامه د ننګرهار یوه تر ټولو ډېره حاصل خیزه ولسوالي ده، چې د نورو فصلونو ترڅنګ هر کال په کې په لسګونو جریبه ځمکه باندې کروندګر ګني کري او ښه عواید ترې ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG