د لاس رسي وړ اتصالات

رئیس احمدزی: راشد ښه دی او هڅه کوو نړیوال جام په ښه شکل پای ته ورسوو


رئیس احمدزی
رئیس احمدزی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستیال روزونکي رئیس احمدزي له استرالیا سره تر لوبې یوه ورځ مخکې، د استرالیا په ځايي وخت د پنجشنبې په سهار نومبر درېیمه (عقرب۱۲)خبریالانو ته وویل چې لوبغاړي یې له کوربه هېواد استرالیا سره لوبې ته چمتو دي.

ښاغلي احمدزي‌ وویل چې په دغه نړیوال جام کې د بارانونو له کبله د افغانستان دوې لوبې ونشوې او همدغه کار د ده په خبره د افغانستان د کرکټ «ټول تیاری» خراب کړ.

هغه وویل چې په استرالیا کې دننه له استرالیا سره لوبه کول اسان نه دي، خو هڅه به کوي چې ښه لوبه وکړي. هغه وویل چې استرالیا د لوبې د ګټلو لپاره تر فشار لاندې ده.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: «موږ کومه لوبه ونه ګټله، بارانونو ټول تیاری را خراب کړ. د استرالیا خلاف غواړو چې غوره لوبه وکړو او په ښه او مثبت مورال سره دا ټورنمنټ [سیالۍ] ختم کړو.»

راشد خان له سري لانکا سره په لوبې کې د توپ نیولو په وخت په پښه کې ژوبل شو، خو ښاغلي احمدزي وویل چې «راشد روانې لوبې ته تیاری دی. زما ورسره خبرې وشوې».

ښاغلي احمدزي دا خبره هم وکړه چې دوی راغلي وو چې نړۍ ته خپل استعدادونه لا ښه وښيي‌ خو بارانونو یې لوبې لغوه کړې. هغه وویل که یې له ایرلنډ سره لوبه کړې وای، هغه به یې ګټلې او دوې نومرې به یې ترلاسه کړې وای.

هغه د کرکټ له نړیوالې شورا او د اسیا د کرکټ‌ له شورا څخه وغوښتل چې په اینده کې د داسې لویو سیالیو لپاره داسې وخت او ځایونه په نښه کړي چې بارانونه په کې ډېر نه وي او هره لوبډله په کې لوبې وکړې او نتیجه ترلاسه کړي.

افغانستان په روان شل اوریز نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه له استرالیا سره د اډالایډ په ښار کې کوي. افغانستان په سري لانکا او انګلنډ باندې لوبې وبایللې او له نیوزلنډ او ایرلنډ سره یې لوبې د باران له کبله لغوه شوې.

XS
SM
MD
LG