د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په مظاهرو کې تر دې دمه ۳۶۲ کسان وژل شوي - فعالان  


ایرانیان په مظاهرو کې د ښځې، ژوند او ازادۍ شعارونه ورکوي
ایرانیان په مظاهرو کې د ښځې، ژوند او ازادۍ شعارونه ورکوي

له ایران څخه راپورونه وايي چې د دغه هېواد د رژیم په ضد د روانو مظاهرو په ترڅ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ تنه وژل شوي‌ دي.

په ایران کې د بشري‌ حقونو د فعالانو ګډې ټولنې نن چهارشنبې نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې «په ایران کې په روانو مظاهرو کې ۳۶۲ تنه وژل شوي» چې ۵۶ یې ماشومان دي.

د معلوماتو په اساس د نیول شویو کسانو شمېر هم له ۱۶۰۰۰ څخه پورته شوی او د ایران‌ امنیتي ادارو یوازې د ۲۰۷۴ نیول شویو کسانو هویت څرګند کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور په اساس، په څه باندې یوې میاشتې کې د ایران د ۱۴۴ ښارونو وګړو او د ۱۴۰ پوهنتونونو محصلینو په مظاهرو کې ګډون کړی دی. د دغې خبري رسنۍ په اساس، ۴۶۲ محصلین هم نیول شوي دي.

د ایران د خوزستان د ایذه او د اصفهان د ملک شهر او سمیرم په ښارونو کې په مظاهرو کې د وژل شویو د یاد مراسم او غونډې ترتیب شوې وې چې د راپورونو په اساس امنیتي ځواکونو پرې ډزې کړي، اته تنه یې وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي‌ دي.

په ایران کې له هغه وروسته مظاهرې پیل شوې چې د «بې حجابۍ» په تور د مهسا امیني په نوم یوه نیول شوې پیغله د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. په ایران کې او له ایران څخه د باندې سلګونه زره خلکو د هغې د مرګ د غندنې دپاره د ایران د رژیم په ضد مظاهرې پیل کړې چې لا هم روانې دي.

په همدې حال کې په ایران کې د مظاهره کوونکو د ځپنې او د بشري حقونو د اروزنې په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان د ځانګړې غونډې تر پیل مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل: «امریکا د تل په څېر د ایران د خلکو ملاتړې ده.»

ټاکل شوې چې را روانه اونۍ په دې غونډې کې په ایران کې د مظاهره کوونکو د ځپلو او بشري حقونو د مسئلې ارزونه وشي. د دغې غونډې پرېکړه لیک هم ترتیب شوی دی.

په دغه پریکړه لیک کې د حقیقت موندنې د یوې ډلې د تشکیل یادونه شوې ده او د ایران له حکومت څخه غوښتل شوي چې دا ډله پرېږدي ایران ته ولاړه شي او همکاري دې ورسره وشي.

جرمني او ایسلند د تېرې جمعې په ورځ د دې غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG