د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني ځواکونو کابو ۳۲۶ اعتراض کوونکي وژلي دي- د بشري حقونو د څار بنسټ


ایران کې پاریدلي مظاهره کوونکي
ایران کې پاریدلي مظاهره کوونکي

د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (لړم ۲۱) وویل چې د ایران امنیتي ځواکونو په هغه هیواد کې د حکومت ضد مظاهرو د خپلو پرمهال کابو ۳۲۶ مظاهره کوونکي وژلي دي.

په زندان کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته، د ایران حکومت د هغه هیواد په بیلابیلو برخو کې د خلکو له بې سارو غبرګونونو سره مخ شوی دی. مهسا امیني د حجاب د نه مراعت کولو په تور د هغه هیواد د اخلاقي پولیسو له خوا نیول شوې وه.

دا مظاهرې ددې لامل شوي چې د ایران رهبري د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب را پدیخوا له یو ستر مشکل سره مخ شي.

د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ اصلي مقر چې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې دی، په خپله ویب پاڼه کې په یوې اعلامیې کې لیکلي دي د ۳۲۶ کسانو څخه چې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي، ۴۳ ماشومان او ۲۵ میرمني دي.

د تازه خپرو شویو معلوماتو له مخې، د تیرو شمیرو له مخې چې د نومبر په پنځمه خپرې شوې، ۲۲ نور کسانو د هغه هیواد د امنیتي ځواکونو په ځپونکو اقداماتو کې وژل شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي‌ دي چې یوازې ۱۲۳ کسان د هغه هیواد په سیستان بلوچستان ولایت کې چې له پاکستان سره پوله لري، وژل شوي دي.

اکثره قربانیان د سپټمبر په ۳۰ نیټه هغه مهال ووژل شول چې د ایران امنیتي ځواکونو د سیستان بلوچستان ولایت په مرکز کې د جمعې له لمانځه وروسته، پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې. د بشري حقونو ملاتړ ډلو، دا ډزې "د فعالانو ډله ایزه وژنه" بللې او هغه یې "خونړۍ جمعه" نومولې ده.

په سیستان بلوچستان ولایت کې مظاهرې وروسته له هغه پراخې شوې چې د راپورونو له مخې، د چابهار بندر د ښار د‌ پولیسو قوماندان، په توقیف کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د جنسي تیرې په کولو تورن شو.

د ایران د بشري حقونو د څار بنسټ رئیس محمود امیري مقدم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ډیر ژر لاس په کار شي او د ایران د حکومت له خوا د معترضینو د ځپلو مخه ونیسي.

مقدم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي"د ملګرو ملتونو له خوا د تحقیقاتو او ځواب ورکولو د نړیوال میکانیزم رامنځ ته کول، د عاملانو د ځواب ورکونې بهیر ساده کوي او اسلامي جمهوري د دوامداره ځپلو عواقب زیاتوي."

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان هم د داسې یو میکانیزم د جوړیدو غوښتنه کړېده چې له مخې یې د اعتراضانو د خپلو له عاملینو سره حساب کتاب وشي. ددغه سازمان په وینا، له دې غوښتنې څخه څه باندې یو میلیون کسانو پر یو لیک په لاسلیک کولو سره ملاتړ کړی دی.

د ایران د بشري حقونو د څار سازمان ویلي تر اوسه هم د هغو کسانو په اړه په څیړنه بوخت دی چې د ایران په سراسري مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. دغه سازمان وایي په دې باور دی چې د وژل شویو کسانو شمیر تر هغو زیات دی چې راپور یې ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG