د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې کروندګر په کوکنارو له بندیز وروسته د بدیل معیشت پروژې او اصلاح شوي تخمونه غواړي

ننګرهار کې کروندګر په کوکنارو له بندیز وروسته د بدیل معیشت پروژې او اصلاح شوي تخمونه غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو حکومت په کوکنارو بندیز لګولی دوی کوکنار نه کري، خو د بدېل معشیت هیڅ مرستې ورسره نه کېږي او د بې کیفیته تخمونو څخه ښه حاصلات نشي ترلاسه کولای.

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې کروندګر فتح شاه وايي، چې ټول عمر يې دهقاني کړې او لا هم په خپلو کروندو کې بوخت دی.

فتح شاه چې په خپلو ځمکو کې اوس بامیه کرلې او د حاصل د ټولولو وخت یې دی وايي، درې جریبه ځمکه لري او د شل کسیزې کورنۍ لپاره د نفقې دا یوازینۍ وسیله یې بسنه نه کوي.

دی وايي، هر وخت حکومت د کوکنارو له کرلو منعه کړی او ده هم تېرو شلو کلونو کې کوکنارو له کرلو ډډه کړې خو ګیله من ځکه دی، چې د بدل معیشت مرستې ورسره نه کېږي.

فتح شاه وايي، حکومت باید د تخمونو، سرو او ټراکټورونو په برخه کې باید ورسره مرسته وکړي تر څو اقتصاد ښه یې شي.

هغه وویل:"حکومت مونږ ته وايي، چې دا کوکنار مه کرئ. دا شل کاله مخکې مو هم نه دي کرلي او اوس مو هم نه دي کرلي. باید چې حکومت مونږ سره مرستې وکړي. په تخمونو کې، په ټیکټرو کې ، په سرو کې د غنمو ښه کیفیت والا تخمونه را کړي، چې مونږه دا حلال فصل وکرو او حرام نه."

نوموړی وايي، لومړی خو ورسره مرستې نه کېږي او که کېږي هم، نو هغه چا ته رسېږي چې واسطه ولري.

کامه د ننګرهار یوه له هغو ولسوالیو څخه ده، چې کرهڼیزې ځمکې ډېرې لري او اکثریت وګړي يې په کرهڼه بوخت دي.

د دې ولسوالۍ تازه سبزیجات پر ننګرهار او کونړ سربېره د هیواد نورو ولایتونو بازارونو ته هم لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG