د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې په اتیا هکټاره ځمکه د بیرو ځنګل کرل شوی - چارواکي 


په ننګرهار کې په اتیا هکټاره ځمکه د بیرو ځنګل کرل شوی - چارواکي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د شګې په سیمه کې په اتیا هکټاره ځمکه کې د بیرو نیالګي ايښودل شوي، ترڅو د شاتو د مچیو روزنه پکې وشي او هغه تشه ډکه شي چې د بیرو د شاتو د ترلاسه کولو په وړاندې موجوده وه.   

د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د شګې په سیمه کې په اتیا هکټاره ځمکه کې د بیرو نیالګي ايښودل شوي، ترڅو د شاتو د مچیو روزنه پکې وشي او هغه تشه ډکه شي چې د بیرو د شاتو د ترلاسه کولو په وړاندې موجوده وه.

دا ځنګل د شګې په سیمه کې د جلال اباد ـ کونړ د لويې لارې په اوږدو کې د سارک ډو په نوم د یوې مؤسسې له خوا په دې وروستیو کې کرل شوی او د مسوولینو په وینا، د دې ځنګل په رسیدو سره به د سیمې د خلکو اقتصاد هم لوړ شي.

سید میوند هاشمي ددې ځنګله د کرلو د پروژې یو تن کارکونکی وايي، چې د بېرو دا ځنګل په شاو خوا ۸۰ هکټاره ځمکه کې کرل شوی، چې پخوا شاړه دښته او غونډۍ وې.

سید میوند هاشمي واي، د دې پروژې د یو فاز چارې پخوا ترسره شوې دي او اوس شاو خوا درې میاشتې کېږي، چې عملا د بېرو د بوټو پالنه روانه ده.

هغه وویل:"د دې پروژې یو فاز مخکې ترسره شوی و چې شپږمیاشتې و، دا کار چې اوس روان دی دا ۹ میاشتې دی. په دې پروژه کې ۵۶۳ تنه مزدوران کار کوي. د دې عمومي ګټه د ولس ده، ځکه دلته ځنګل جوړ شي یوازې دا نه چې هوا به صافه شي بلکې دلته به ایکو سیستم منځته راشي."

هغه وايي، د ایکو سیستم منځته راتګ سره به ډېرو حیواناتو او حشراتو ته د ژوند چاپېریال برابر او د بېرو له مېوې نه به ګټه واخلي.

دی وايي، د دې ځنګل د جوړونې بله اساسي موخه دا ده، چې د شاتو مچیو روزنې لپاره زمینه برابره شي، ځکه په خبره يې اوس مهال د شاتو مچیو اکثره روزونکي پاکستان ته مچۍ لېږدوي چې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

سید میوند وایي: "زمونږ د شاتو مچیو کاروباریان پاکستان ته خپل د شاتو مچۍ اړوي نو له سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي، نو د دې حل لپاره مونږ تصمیم نیولی چې دغه ځنګل نور هم پراخ کړو. کوشش کوو چې ډونران دې پروژې ته پېدا کړو او لا يې مخې ته یوسو."

د سید میوند هاشمي په باور، که دا ډول لويې پروژې په کور دننه پلې شي، نو خلکو ته به د کار زمینې برابرې او ګڼ شمېر ځوانان به هم په مرګونو لارو اروپايي هېوادونو ته له تللو را وګرځي.

XS
SM
MD
LG