د لاس رسي وړ اتصالات

په پوډرو او شیشې د یو روږدي کیسه 


په پوډرو او شیشې د یو روږدي کیسه 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

په بلخ کې په نشه توکو یو روږدی شاه محمد چې اووه کاله یې شیشه او پوډر څکولي وايي چې اعتیاد یې په روان او ذهن بدې اغېزې کړې وې او له امله یې په ټولنې کې له خلکو سره چلند خراب شوی و او د هغه په خبره ان مور او پلار یې هم هېر شوي وو او یوازې خپلې نشې پسې ګرځېده. 

په بلخ کې په نشه توکو یو روږدی شاه محمد چې اووه کاله یې شیشه او پوډر څکولي وايي چې اعتیاد یې په روان او ذهن بدې اغېزې کړې وې او له امله یې په ټولنې کې له خلکو سره چلند خراب شوی و او د هغه په خبره ان مور او پلار یې هم هېر شوي وو او یوازې خپلې نشې پسې ګرځېده.

شاه محمد چې اوس په مزار شریف کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې بستر دی وايي، اووه کاله یې پوډر وهلي دي.

هغه وویل: "ما پوډر او شیشه مصرفول. زما په ذهن او روان داسې تاثیر کړی و چې پوډر به مې درلودل له خلکو سره به مې ښه رویه کول چې پوډر او شیشه به مې نه لرل ژوند به مې تیاره و. چا چې به ښه خبره هم راته کول هغه به راباندې بده لګېدله."

دغه معتاد وايي د نشو له امله یې مور او پلار چې له ځان هم ورته ډېر ګران و له هېره وتلي وو او په خبره یې د ژوند ټولې هیلې او امیدونه یې د نشه يي توکو پیدا کول و.

شاه محمد وویل: "یو چا ته تر ټولو عزیز څوک مور او پلار وي. داسې تاثیر یې راباندې کړی و چې مور او پلار رانه بیخي هېر شوي و، ورونه رانه هېر شوي و. ټول ژوند، هیلې او امید مې بس پوډر او شیشه و."

دا معتاد په لومړي ځل ملګرو په ایران کې هغه مهال چې ده مزدوري کوله په نشو اخته کړی دی.

شاه محمد داسې وايي: "ایران کي معتاد شوی وم. ایران کې هلته مې کار کاوه. اطاق کې ما سره چې انډیوالان و هغه عملیان و. هغوی سره مې یو دود دوه وهل هماغسې عملي شوم. افغانستان ته چې راغلم دلته هم داسې بدبختې وه عملي انډیوالانو سره ګډ شوم. همدغه مصرف مې کاوو ګرځېدم".

دغه روږدی له تېرو درې میاشتو راپدیخوا د معتادینو د درملنې په کمپ کې تر درملنې لاندې دی او هیله لري چې ژر تر ژر روغ شي او خپلې کورنۍ ته ستون شي.

په افغانستان کې د شیشې، ټابلیټ کا، او پوډرو کارونه مخ په ډېرېدو ده. معتادین وايي چې شیشه او ټابلیټ کا یې په اعصابو بدې اغېزې کوي او زیاتوي چې ددغو نشه یي توکو له پرېښودو وروسته هم له رواني ستونزو سره مخ کېږی.

XS
SM
MD
LG