د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال ټول کروندګر په تاوان کې دي او هیڅ راز مرستې نشته – کروندګر   


سږ کال ټول کروندګر په تاوان کې دي او هیڅ راز مرستې نشته – کروندګر   
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

د ننګرهار یو شمیر کروندګر وايي له یوې خوا طالبانو د کوکنار په کرکیلې بندیز لګولی، له بلې خوا یې د بدیل معیشت هیڅ راز مرستې ندي ترلاسه کړي او له همدې امله سږ کال د اکثرو بزګرانو لپاره له اقتصادي پلوه خراب کال دی.  

د ننګرهار یو شمیر کروندګر وايي له یوې خوا طالبانو د کوکنار په کرکیلې بندیز لګولی، له بلې خوا یې د بدیل معیشت هیڅ راز مرستې ندي ترلاسه کړي او له همدې امله سږ کال د اکثرو بزګرانو لپاره له اقتصادي پلوه خراب کال دی.

په ننګرهار کې یو معلول کروندګر عبدالله ګیله لري، چې د بدیل معشیت هیڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

دی که څه هم کلونه وړاندې د یوې ناچاودیدلې سرګلولې په پيښه کې معلول شوی، خو وايي پخوا يې د همدې ځمکې نه یې د کورنۍ ټولې اړتیاوې په اسانۍ پوره کولې، چې اوس يې ژوند له سختیو سره مخ دی.

هغه اوس مهال د فصل کرلو لپاره په بېلچه پټی اړوي، خو چې معلول دی نو لا يې دا چاره سخته ده، ځکه په خبره يې تر اوسه د بدیل معیشت هیڅ ډول مرسته نه ده ورسېدلې.

عبدالله وویل:"دغه ځمکه کې مونږ دا شفتله، سبزې، پالک، پیاز، پمبه او دغه شیان کرو، زه معیوب هم یمه خو زه په دې بېلچه باندې دا ځمکه اړوم، مونږ سره هغه تېر حکومت هم چا مرسته نه ده کړې او دې حکومت کې هم چا مرسته نه ده کړې."

هغه وايي، اقتصادي حالت يې تر پخوا ډېر خراب شوی او اوس آن د کورنۍ اړتیاوې هم نه شې پوره کولی.

د عبدالله په خبره، چې سږنی د پنبي حاصل يې د بارانونو له امله خراب شو او هیڅ په لاس ور نه غلل، چې اوس د بل فصل کرلو ته تابیا نیسي.

هغه وویل:"په دغه باندې مو هم خپل ژوند مقصد یو رقم سیده کړی دی، زمونږ اقتصاد ډېر خراب شوی دی، سږ کال خو بیخي دا بارانونه ، سیلابونه او دا شیان په مونږ را غلل او دلته مې پنبه کرلې وه هغه هم ونه شو، اوس يې اړوم پیاز یا پالک پکې کرمه."

هغه د طالبانو له حکومتي مسؤلینو او د زراعت په برخه کې له نورو اړوند مرستندویه ادارو غواړي، تر څو ورسره د اصلاح شویو تخمونو او د کروندې اړوند نورو وسایلو برخو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG