د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین له چین سره د پوځي همکارۍ د زیاتیدو غوښتنه وکړه 


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د چين ولسمشر شي جين پينګ د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د چين ولسمشر شي جين پينګ د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دسمبر په ۳۰مه (مرغومي ۹) د چين ولسمشر شي جين پينګ ته وويل چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري زياته شي او د لويديځ د نفوذ پر وړاندې د دواړو هېوادونو د هڅو ستاينه يې وکړه.

پوتین چې پر اوکراین باندې د پوځي یرغل په خاطر د لویدیځ د بې ساري بندیزونو په وجه ضربه خوړلې، هیله لري چې له چین سره خپلې سیاسي او پوځي اړیکې پیاوړې کړي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل د بیجینګ لپاره یوه حساسه موضوع ده.


چین هڅه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په شخړه کې بې طرفه پاتې شي، خو له خپل ستراتیژیک متحد روسیې څخه یې ډیپلوماټیک ملاتړ کړی دی.

پوتین د ویډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې شي جين پينګ ته وویل: "زموږ هدف د روسیې او چین د وسله والو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده." پوتین همداشان خپل چینايي سیال «ګران دوست» وباله.

د روسیې ولسمشر همداشان د "لویدیځ له بې ساري فشارونو او پارونو" سره د مقابلې لپاره د مسکو او بیجینګ د هڅو ستاینه وکړه.

پوتین زیاته کړه: "د مخ پر زیاتیدونکي جیوپالیتیک کړکیچ په برخه کې، د روسیې او چین ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت اهمیت د ثبات لامل دی."

د روسیې ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې "موږ د نړیوال جیو پولیټیک د لرلید د لاملونو، بهیر او دوامداره بدلون د منطق په اړه ورته نظر لرو."

پداسې حال کې چې لویدیځ هیوادونه د روسیې په تیلو او ګازو باندې خپله تکیه راکموي، پوتین په آسیا کې د انرژۍ بازارونو ته سترګې په لار دی.


پوتین وویل: "روسیه چین ته د تیلو په صادراتو کې یو له مخکښو هیوادونو څخه دی."

د روسیې ولسمشر وویل، هغه تمه لري چې شي جین پینګ به په راتلونکي پسرلي کې مسکو ته رسمي سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG