د لاس رسي وړ اتصالات

هغه امریکايي مړ شو چې د خنزیر بډوډی ورته پیوند شوی و


د امریکا د باسټن روغتون ویلي چې داسې هیڅ نښې نه ښکاري چې دا ناروغ د بډوډي د پیوند له امله مړ شوی وي.
د امریکا د باسټن روغتون ویلي چې داسې هیڅ نښې نه ښکاري چې دا ناروغ د بډوډي د پیوند له امله مړ شوی وي.

په امریکا کې د پښتورګو په رنځ اخته هغه لومړی ناروغ مړ شوی چې ډاکټرانو په بریالیتوب سره ورته په ژینیټیکي توګه د خنزیر پښتورګی(بډوډی) پیوند کړې وو.

د امریکا د باسټن روغتون د یکشنبې په ورځ، مې ۱۲ (غويي ۲۳مه) په یوې خبرپاڼې کې د دغه ناروغ نوم ریک سلیمن یاد کړی او ویلي یې دي: "داسې هیڅ نښې نه ښکاري چې ریک سلیمن دې د بډوډي د پیوند له امله مړ شوی وي."

د بشر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د امریکا د ماساچوسټ ایالت د باسټن عمومي روغتون جراحانو د روان کال په مارچ میاشت کې د څلور ساعته جراحي عملیاتو په بهیر کې د سلیمن بدن ته په ژینیټیکي توګه جوړ شوی د خنزیر بډوډی په بریالیتوب سره پیوند کړ.‌

په خبرپاڼه کې راغلي:"سلیمن به د نړۍ ګڼ شمېر هغو ناروغانو لپاره چې د [بډوډي] پیوند ته انتظار باسي، تل د هیلې د ډیوې په توګه پاتې وي. موږ په دې برخه کې [د بډوډي پیوند] د پرمختګ لپاره د نوموړي د باور او لیوالتیا څخه د زړه له تله منندوی یوو."

په نړۍ کې هغو ناروغانو ته چې د بدن د غړو پیوند لپاره په تمه دي، د غړو کمښت او نه پیدا کېدل یوه دوامداره ستونزه ده. پدې لړ کې د باسټن عمومي روغتون چېري‌ چې دغه نادره جراحي عملیات (انسان ته د خنزیر د بډوډي پیوند) پکې ترسره شول،‌ د مارچ په میاشت کې وویل چې له ۱۴۰۰ څخه ډیر کسان د بډوډو د ترلاسه کولو لپاره د انتظار په لیست کې دي.

د خنزیر بډوډی چې د باسټن روغتونو جراحانو په بریالیتوب سره د سلیمن د بدن سره پیوند کړې وو،‌ د "اې جنیسیس" ټکنالوژي شرکت لخوا پداسې بڼه جوړه شوې وه چې د خنزیر زیان رسونکي ژڼۍ ورڅخه لرې شوي او ځانګړي انساني ژڼۍ پکې اضافه شوي‌ وو.

سلیمن چې د شکرې په دویم ټایپ ناروغۍ اخته او د وینې لوړ فشار یې درلود، په ۲۰۱۸م کال کې هم د یو بل انسان لخوا ډالۍ شوې بډوډی یې د بدن سره پیوند شو، خو پنځه کاله وروسته یې کار پريښود.

دا پداسې حال کې دی چې تر دې مخکې د مغزي سکتې ناروغ ته د حیوان د بدن د غړو د موقتي انتقال او پیوند هڅه شوې وه چې انسان ته د خنزیر د زړه د پیوند دوه ناکام عملیاتونه هم په کې وو.

ډاکټران وايي د دغه خنزیر په ژینیټکي سیستم باندې له مخکې کار پيل شوی و چې د بدن غړي یې د انسان له بدن سره جوړ راشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG