د لاس رسي وړ اتصالات

پوتزل: د ښځو په کار او زده کړو محدودیتونه لرې کړئ؛ حقاني: په اړه یې کار روان دی


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د یوناما د مرستیال مارکس پوتذل کتنه
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د یوناما د مرستیال مارکس پوتذل کتنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال مارکس پوتزل نن د جنورۍ په دوهمه (مرغومي ۱۲) د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د لیدنې پر مهال د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو په تعلیم او کار د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

یوناما پدې اړه زیات معلومات ندي ورکړي، خو ویلي یې دي چې پر هغو ښځو محدودیتونه به چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې ژور کړي او د اقتصادي ستونزو او د افغانستان د لا انزوا لامل به شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د لګیدلو محدودیتونو په اړه د یوناما د مرستیال اندیښنې ته په ځواب کې سراج الدین حقاني ویلي چې د طالبانو حکومت د دې ستونزې د حل لپاره کار کوي او د یوې معقولې او دایمي حل لارې په موندلو کار روان دی.

دغه وزارت په خپله ټویټر پاڼه کې د حقاني له خولې لیکلي چې دا حل باید د افغانانو له دیني او کلتوري لارښوونو سره سم وي.

طالبانو تر اوسه د خپلو پرېکړو په بدلولو کې کوم انعطاف نه دی ښودلی او تر دې مخکې یې ویلي وو چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د ډسمبر په ۲۴ مه نېټه (مرغومي ۳) په یو مکتوب کې ښځې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې. په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف لاسلیک کړی، راغلي چې د دې پرېکړې لامل «د اسلامي حجاب نه مراعات» دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت امر کړی و، چې د پوهنتونونو دروازې دې تر نامعلومې مودې پورې د نجونو پر مخ وتړل شي. دا پداسې حال کې وو چې منځني او عالي ښوونځي لا له پخوا څخه د طالبانو په امر تړلي دي.

نړیوالې ټولنې په وار وار د ښځو پر کار او زده کړو د بندیزونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو یې غوښتي چې دغه بندیزونه لیرې کړي.

XS
SM
MD
LG