د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د ښځو په کار د طالبانو له بندیز وروسته ۳۸ فیصده موسسو افغانستان کې خپل کار ځنډولی


د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، د ارزونو پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله ۳۸ سلنه خیریه موسسو چې اکثریت یې د ښځو له خوا رهبري کېږي او یا هم پر ښځو تمرکز کوي، خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د دغو موندنو له مخې، په افغانستان کې د هغو ۱۵۱ بنسټونو له ډلې چې بشري خدمتونه وړاندې کوي، ۴۸ سلنه یې په جزوي توګه فعالیت کوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د ډسمبر په ۲۴ مه (مرغومي درېیمه) په یو لیک کې پر ښځو او نجونو په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې کار کول منع کړل؛ هغه اقدام چې سخت ملي او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

په افغانستان کې اکثرو بنسټونو ویلي چې کار ته د ښځو نه تګ د طالبانو د دغه اقدام یو له سمدستي او پام وړ اغیزو څخه وو.

د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو څانګې دا هم ویلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز د دې لامل شوی، چې په سلو کې ۶۲ د ښځو موسسې ونشي کړای چې کار وکړي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دي چې د نظر پوښتنو په اساس د هغو موسسو یو پر دریمه برخه چې مشري یې ښځې کوي او یا هم په ښځو تمرکز کوي، د طالبانو د بندیز له امله اړ شوي چې ۷۰ سلنه فعالیتونه بند کړي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د تیرې اونۍ په ترڅ کې ښځو ونه شو کړای د دغو بنسټونو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او یا ځانونه د مرستو د ویش مرکزونو ته ورسوي.

د نړۍ د سختو غبرګونونو او د یو شمېر نړیوالو نادولتي موسسو د فعالیتونو له ځنډېدو وروسته چې په افغانستان کې حیاتي خدمتونه وړاندې کوي، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دا بندیز په بشپړ ډول له اسلامي شریعت سره سم دی.

مجاهد امریکا غږ سره په ټیلیفوني تماس کې وویل: "اسلامي امارت اوس دې نتیجې ته رسیدلی چې ښځې په غیر دولتي ادارو کې په هغو برخو کې کار کولو ته اړتیا نه لري چې ورته ضرورت نشته."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د دغه دفتر مشر مارکس پوتزل نن د جنورۍ په ۱۱ مه (مرغومي ۱۱) د طالبانو د صدراعظم له مرستیال عبدالسلام حنفي سره وکتل.

یوناما د دې غونډې په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته په یو ټویټ کې لیکلي چې په خیریه موسسو کې د افغان ښځو له کار کولو منع کول او له پوهنتونونو او ښوونځیو څخه د هغوی بې برخې کول په افغانستان کې میلیونونه خلک زیانمن کړي او نارینه، ښځو او ماشومانو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه ډب کوي.

طالبانو د خپلو پرېکړو په بدلولو کې کوم انعطاف نه دی ښودلی او تر دې مخکې یې ویلي وو چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

نړیوالو سازمانونو او له افغانستان سره مرستندویه هېوادونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو دا کړنې به له افغانستان او اړمنو افغانانو سره د مرستو رسولو بهیر سخت اغېزمن کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په راتلونکو اونیو کې افغانستان ته سفر کوي او د طالبانو له حکومت سره د ښځو د کار د مخنیوي په اړه خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG