د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په ښځینه مرستندویه کار کوونکو بندیز د ټولو افغانانو لپاره ګواښوونکي پایلې لري


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، د طالبانو حکومت لخوا د مرستندویه ښځینه کار کوونکو پر کار د بندیز پرېکړه به د ټولو افغانانو لپاره سمدستي ګواښوونکي ځاني پایلې ولري.

تیره اونۍ د طالبانو د اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړلې.

په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې د دې پرېکړې لامل "د اسلامي حجاب نه مراعات" دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د دوشنبې په ورځ جنورۍ دوهمه (مرغومې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا بندیز پر داسې مهال لګول شوی چې څه باندې ۲۸ میلیون افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه هیواد له قحطۍ، اقتصادي زوال، فقر او سخت ژمي سره مخ دی.

اوچا تر دې مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د مرستندویه ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز به په دغه هیواد کې د بشري مرستو بهیر ټکنی کړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) هم ویلي چې د ښځو پر کار او تعلیم بندیز میلیونونو افغانانو ته زیان رسوي.

په افغانستان کې د یوناما سرپرست مارکس پوتزل تیره ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام سره په دې اړه لیدنه کې ویلي چې دغه پرېکړه د مهمو مرستو رسولو مخه نیسي.

یوناما په دې اړه زیاته کړې: "د مرستندویه ادارو لپاره د افغان میرمنو په کار کولو بندیز او له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د هغوی بندول په افغانستان کې ملیونونو کسانو ته زیان رسوي او افغان نارینه وو، ښځو او ماشومانو ته د مهمو مرستو د رسولو مخه نیسي."

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال دفتر په دغه لیدنه کې د ښاغلي حنفي له قوله ویلي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی چې رامنځته شوي مسائل باید تفاهم له لارې حل شي.

هغه ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو دودونه او عنعنات په نظر کې ونیسي او ویلي یې دي چې «اسلامي امارت» په دغه هیواد کې د نړیوالو سازمانونو ته د کار او فعالیت په اړه د شرایطو رامنځته کولو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو حکومت بندیز پراخ غبرګونونه پارولي او ځينو بهرنیو موسسو د دغه کار په غبرګون کې په دغه هیواد کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، د ارزونو پر بنسټ په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله ۳۸ سلنه خیریه موسسو چې اکثریت یې د ښځو له خوا رهبري کېږي او یا هم پر ښځو تمرکز کوي، خپل فعالیتونه بند کړي دي.

XS
SM
MD
LG