د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان په غوښتنه د پنجاب ایالتي اسمبلي ړنګه شوه 


د پاکستان ملي‌ اسمبلي
د پاکستان ملي‌ اسمبلي

د پاکستان د پنجاب ایالتي اسمبلي د دغه هېواد د مخکني صدر اعظم عمران په غوښتنې د شنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومې۲۴) ناوخته ړنګه شوه، دوی له وخت څخه مخکې ټاکنې غواړي.

د پنجاب والي بلیغ الرحمن د یو سند په لاسلیک کولو سره د عمران خان د ایتلافي وزیر اعلی چوهدري پرویز الهي په ځای د پنجاب لپاره د بل سرپرست وزیر اعلی د ټاکلو لارښوونه کړې ده.

مخکني ایالتي‌ وزیر الهي د اونۍ په پیل کې حکومت ته مشوره ورکړې وه چې اسمبلي ړنګه کړي، د عمران خان ګوند تحریک انصاف په دغه ایالت کې ټاکنې غواړي. تمه کېږي چې د عمران خان ګوند به په خیبرپښتونخوا کې هم ایالتي‌ اسمبلي‌ ړنګه کړي.

د اسمبلۍ له ړنګېدو وروسته اوس د پنجاب ایالت لپاره باید نوې ټاکنې په راتلونکو ۹۰ ورځو کې وشي، پنجاب د پاکستان د ۲۲۰ میلیون نفوس لرونکي هېواد په چارو کې مهم او حیاتي رول لوبوي.

په پاکستان کې معمولآ ایالتي‌ ټاکنې باید له عمومي ټاکنو سره یو ځای وشي، ټاکل شوې چې عمومي ټاکنې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په میاشت کې وشي. د عمران خان د ګوند دا ډول اقدمات صدراعظم شریف ته،‌ چې حکومت یې له اقتصادي او مالي پلوه کړېږي، یو بل سرخوږی دی.

د عمران خان د ګوند ویاند فواد چوهدري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي‌ وو چې دا اقدامات په حکومت باندې «د فشار د یو لوی تکتیک» په توګه پلان شوي‌ دي.

عمران خان تېرکال له هغه وروسته سلب صلاحیت شو چې د پاکستان اقتصاد مخ نور هم مخ په ځوړ شو او د پاکستان له پوځ سره د عمران خان روابط خراب شول. د فرانسې خبري اژانس وايي چې پوځ د پاکستان ډېرې چارې مخې ته وړي.

عمران خان له واک څخه په خپل لېرې کېدو کې امریکا او د پاکستان سیاسي‌ ګوندونه تورن کړل خو امریکا او سیاستوالو یې دا تورونه رد کړل. عمران خان له هماغې راهېسې په پاکستان کې د حکومت په ضد او د ټاکنو لپاره لاریونونه کوي او هلته سیاسي ثبات ګډ وډ شوی دی.

د نومبر په میاشت کې په یوې غونډې کې په عمران خان باندې ډزې وشوې او ژوبل شو، هغه صدراعظم شریف او د پوځ لوړ پوړي‌ جنرالان تورن کړل چې په دې برید کې لاس لري،‌ خو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې کره شواهد وړاندې نکړل.

د شهباز شریف حکومت د اقتصادي‌ ستونزو له کبله له وخت څخه د مخکې ټاکنو مخالفت کوي. د پنجاب ایالت اسمبلي ‌داسې مهال ړنکه کېږي چې دا هېواد له نړیوالې ټولنې څخه د سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره میلیاردونه ډالر غوښتي‌ دي او نړیوالې ټولنې هم ورسره په ژینوا کې د میلیاردونو ډالرو ژمنه وکړې.

XS
SM
MD
LG