د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: امریکا اوکرایني ځواکونو ته د پټریټ هوایي دفاعي سیستم روزنه ورکوي


د متحدو ایالتونو دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا به ددغه هیواد د اوکلاهوما ایالت په یو نظامي مرکز کې اوکرایني ځواکونو ته د پټریټ هوایي دفاعي سیستم د کارولو او ساتلو روزنه ورکړي.

واشنګټن د تیر کال په وروستیو کې له اوکراین سره د پتریټ دفاعي سیستم د ورکړي ژمنه وکړه څو یاد هیواد وکړای شي د روسیې د هوایي بریدونو په وړاندې مقابله وکړي.

اوکراین تر دې مخکې څو ځله له امریکا څخه ددغه پرمختللي هوایي دفاعي سیستم د ترلاسه کیدو غوښتنه کړې وه.

د پنټاګون د مطبوعاتو رئیس جنرال پټ رایډر خبریالانو ته وویل:" اوکرایني ځواکونو ته به د پټریټ هوایي دفاعي سیستم روزنه راتلونکې اوونۍ په فورټ سل کې پیل شي."

دغه امریکایي جنرال زیاته کړه چې په دې روزنیز پروګرام کې به شاوخوا ۹۰ تر ۱۰۰ اوکرایني ځواکونه ددغه سیستم د کارولو او ساتلو په برخه کې چې څو میاشتې به دوام ورکړي، روزنه ترلاسه کړي.

هغو هوایي دفاعي سیستمونو چې امریکا او غربي هیوادونو اوکراین ته ورکړي، له هوایي بریدونو څخه د اوکراین د ساتلو او د روسیې له خوا د اوکراین د فضا د نیولو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

وروسته له هغه چې روسیه د جفرافیا په نیولو کې له زیاتیدونکو مشکلاتو سره مخ شوه، یاد هیواد په اوکراین کې د مهمو تاسیساتو بمبار ته مخه کړې چې له امله یې میلیونونو کسانو ته د بریښنا، اوبو او د کورونو د تودیدو په برخه کې مشکلات رامنځ ته شوي دي.

پټریټ له ځمکې څخه هوا ته یو رهبري کیدونکی هوایي دفاعي سیستم دی چې کولی شي الوتکې، کروز مزایل او لنډ واټن ویشتونکي بالستیک مزایل په نښه او هدف ته له رسیدو مخکې رانسکور کړي.

د امریکا له مرستو د اوکراین مننه

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي د جنوري په شپږمه د متحدو ایالتونو له وروستیو څو میلیارد ډالري مرستو څخه چې د براډلي زغره وال موټرونه هم پکې شامل دي، ستاینه وکړه.

نوموړي وویل:" موږ به د لومړي ځل لپاره براډلي زغره وال ترلاسه کړو، دا دقیقا هغه څه دي چې پکار دي. د دقیق هدف ویشتونکو، نویو راکټونو او نویو ډرونونه په ګډون، نوې وسلې. دا پر وخت او پیاوړي دي."

نوموړي وویل دا دقیقا هغه څه دي چې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې د اوکرایني ځواکونو پکار دي.

زیلنسکي په داسې حال کې د امریکا د نظامي مرستو ستاینه وکړه چې سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ له اوکراین او د ناټو د ختیځې اروپا له غړو هیوادونو سره د ۳.۷۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو او نورو مرستو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG