د لاس رسي وړ اتصالات

هغه پلار چې خپل نادرکه زوی د معتادینو په منځ کې لټوي


هغه پلار چې خپل نادرکه زوی د معتادینو په منځ کې لټوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

څلور میاشتې کېږي، چې په جلال اباد ښار کې یو ځوان د ښوونځي زده کوونکی له خپلې کورنۍ ورک دی او پلار يې سرګردانه ګرځي چې ددې ښار د معتادینو په منځ کې یې پیدا کړي او خپلې کورنۍ ته یې ستون کړي.

څلور میاشتې کېږي، چې په جلال اباد ښار کې یو ځوان د ښوونځي زده کوونکی له خپلې کورنۍ ورک دی او پلار يې سرګردانه ګرځي چې ددې ښار د معتادینو په منځ کې یې پیدا کړي او خپلې کورنۍ ته یې ستون کړي.

نورالله په ستړو ګامونو نږدې هره ورځ دلته جلال اباد ښار هغه ځایونه لټوي چې معتادین پکې دیره وي او نشې کاروي.

نورالله ندی خبر چې زوی یې په نشو روږدی وو او کنه خو ورته ویل شوي چې د معتادینو په منځ کې دې ولټوي.

هغه امریکاغږ ته وویل: مونږ دولتي ادارو ته لاړو خو هغوی وايي چې تاسې يې چپرهار هډې سره چې دغه معتادین دي دلته يې وګورئ. دا څلور میاشتې شوې ځو او راځو ځینو ځایونو چې دا معتادین ناست دي دوی نه پوښتنه کوو او عکسونه يې هم ښایو خو تر اوسه هیڅ ندي شوي.

نورالله وايي، زوی یې رک روغ و ښوونځي ته يې ښه تګ راتګ کوه، خو وايي نه پوهېږي چې ملګرو يې او که چا په قصدي توګه په نشه يې توکو روږدی کړی دی.

هغه وايي: زما زوی د سردار داووخان لیسه کې په یوولسم صنف کې و، مکتب يې پرېښوده، د هغه له خلکو سره په انساني رویه کې يې هیڅ ډول مشکل نه و خو بس د الله فیصلې دي، هغه ویلي چې د خلکو خدمت کوم او له ډاکټرۍ سره يې ډېر شوق و.

هغه وايي، اوس يې ټوله کورنۍ په سرو سترګو ژړېږي او وړې خویندې يې لا هم د دسترخوان پر سر ډوډۍ ته د ورور د راتلو انتظار کوي، خو د معتاد اسدالله هیڅ درک نه دی شوی.

د په ونه دنګ پلار د اسدالله غم خوړلی، ځکه خو يې یاد له اوښکو سره بدرګه کوي او هیله لرې، چې یوه ورځ به يې غېږ بېرته پر زوی ډکه شي.

هغه غوښتنه لري، چې حکومتي او غېرې حکومتي ادارې دې يې د زوی په پېدا کېدو کې مرسته وکړي او د دې ترڅنګ له خلکو هم غواړي، چې د اولادونو ناستې ولاړې له ملګرو سره وڅاري.

دلته ښايي د اسدالله په څېر ګڼ نور زلمي هم وي، چې کورنۍ يې ترې نه وې خبرې او په میاشتو او یا هم کالونو بېرته کورنیو ته نه وي ګرځېدلي، خو د نورالله غم ځکه ډېر دی، چې د څلورو میاشتو د هرې ورځې پای په ناهیلۍ تمامیږي.

XS
SM
MD
LG