د لاس رسي وړ اتصالات

په جمهوریت کې د نارنجانو د پلور مارکیټ ډیر ښه وو – د ننګرهار بڼوال 


په جمهوریت کې د نارنجانو د پلور مارکیټ ډیر ښه وو – د ننګرهار بڼوال 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په ننګرهار کې د نارنجانو یو شمیر بڼوال وايي، چې اوس د طالبانو په حکومت کې د دوی د نارنجانو د پلور مارکیټ ډیر راټیټ شوی او د سږني کال د حاصلاتو پلورلو ته اندېښمن دي.  

په ننګرهار کې د نارنجانو یو شمیر بڼوال وايي، چې اوس د طالبانو په حکومت کې د دوی د نارنجانو د پلور مارکیټ ډیر راټیټ شوی او د سږني کال د حاصلاتو پلورلو ته اندېښمن دي.

د غلام قادر په نوم یو بڼوال وايي، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د نارنجانو د پلور بازار ډیر ښه وو او هر کال به له دې درکه بڼوالو ته زیاته اندازه عایدات لاسته ورتلل، خو سږ کال هغسې نه دی.

غلام قادر چې په دوه جریبه ځمکه یې له تېرو پنځلسو کالونو راهیسې د نارنجو بڼوالي کړې ده وايي، د طالبانو له راتګ سره د نارنجانو د پلور بازار بیخي خراب شوی دی او اوس يې چې حاصلات رسېدلي دي هیڅ سوداګر تراوسه ندی ورغلی.

هغه امریکا غږ ته وویل: «مخکې جمهوریت کې چې وو بازارونه يې هم ښه وو. ښې پیسې او عواید يې هم کول، خو اوس دولت کې بازار يې هم نشته دی مارکیټ يې نشته دی، د ټول ننګرهار خلک د مارکیټ له لاسه ډېر خفه دي ځکه چې خرڅېږي نه تجار نشته، دا وګوره بوټي ډک دي او تجار نشته دی، جمهوریت کې به دا وخت وخته هرڅه خلاص وو.»

غلام قادر وايي، بله لویه ستونزه يې په دې تېرو څه باندې پنځلسو کالونو کې د وسایلو نه شتون دی، چې د نارنجانو د حاصلاتو را ټولولو پرمهال له ګڼو مشکلاتو سره مخ وي.

هغه له شته واکمنو غواړي، تر څو د نارنجانو د حاصلاتو را ټولولو په موخه ورته زینې او قینچیانې ورکړي او همدا راز د بازار زمینه هم ورته برابره کړي.

نوموړی زیاتوي: «نه يې زینې را کړي او نه يې بل شی، نه هغې حکومت زینې را کړي او نور څه، سمه ده چې باغ يې راته جوړ کړی دی خو نور يې هیڅ نه دي را کړي او نه دې حکومت.»

وايي، کوکنار يې نه پخوا کرلي او نه يې له دې وروسته کري، ځکه چې په وینا يې له یوې مخې حرام کښت دی او له بلې خوا ټولنې ته په زیان دی.

دی وايي، نارنج د ننګرهار مشهور حاصلات دي او د دې ترڅنګ د نارنجو له ګلانو نه عطر جوړېږي او مختلفو هېوادونو ته لېږدول کېږي، چې دا يې نورې ګټي دي.

په ننګرهار کې له ډېر پخوا کالونو راهیسې د نارنجونو لوی لوی باغونه شته، چې هر کال په زیاته اندازه حاصلات ورکوي او همدا راز دا ولایت د پسرلي په موسم کې د نارنجو د ګلانو په ښکلو وږمو معطر وي، چې د ګڼو سیالانیانو پام يې خپل کړی وي.

XS
SM
MD
LG