د لاس رسي وړ اتصالات

درملنه مې وشوه خو د بې کارۍ له امله مې بیا نشو ته مخه کړه – معتاد 


درملنه مې وشوه خو د بې کارۍ له امله مې بیا نشو ته مخه کړه – معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

په ننګرهار کې یو پوخ عمره سپین ږیری په نشه يي توکو روږدی وايي، چې ځايي طالبانو د معتادینو د راټولولو د کمپاین په مهال روغتون ته بیولی و او درملنه یې ورته وکړه خو له درملنې وروسته د بې روزګارۍ له امله یې بیا د نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې ده.  

په ننګرهار کې یو پوخ عمره سپین ږیری په نشه يي توکو روږدی وايي، چې ځايي طالبانو د معتادینو د راټولولو د کمپاین په مهال روغتون ته بیولی و او درملنه یې ورته وکړه خو له درملنې وروسته د بې روزګارۍ له امله یې بیا د نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې ده.

د جلال اباد ښار د معتادینو د ټولېدنې په مشهور ځای د چپرهار هډې په سیمه کې دا روږدی وايي، چې بې کاري د هغه د اعتیاد اساسي لامل دی.

هغه وویل: "طالبان راغلی وو کمپاین کې يې تداوۍ لپاره مخکې کړو کور يې ودان، هلته چې روغتون ته لاړو کله چې بېرته رخصت شو بیا نه کار و بار و او نه بل شی او بس بېرته مو همدې ځای ته مخه شوه."

وايي، د سپرلۍ موټر يې چلوه او شاو خوا شل کاله وړاندې د څو سپرلیو له امله په نشه يې توکو کارونې شروع وکړه، چې اوس ترې خلاصی نه لري.

سپین ږیری یوسف وايي، هغه مهال يې فکر نه کوه، چې دی به دومره په اسانۍ د شیشې پر کارونې روږدی کېږي، خو يې له کورنۍ جلا کړی دی.

یوسف وویل: "کور کې مې خور راته وايي، چې له دې نه تاته مرګ ښه دی، ما ورته وویل چې ته زما په مرګ خوشحاله کېږي وايي هو، ځکه چې ته نشه يي يې، بس اوس مې ورته کور هم پریښی دی."

نوموړی وايي، مېرمن او اولادونه يې شته او خلک ورته پېغور ورککوي، چې پلار مو معتاد دی او مېرمن يې هم د یوسف له امله د پېغورونو بار وړي.

یوسف وايي، په هیڅ ډول نشه يې توکو کارونې يې درېغ نه دی کړی.

هغه وویل: "افغانستان کې داسې نشه نشته چې ما نه ده کړې، له ګولیو نه واخله. اپین، چرس، اول مې چرس څکل بیا مې تاریاک خوړل، تاریاکو نه بیا ګولۍ شوې، بیا شیشه پکې را ووتله، کرسټال او تر شرابو پورې."

دی وايي، اوس پښېمانه دی، خو هیڅ په لاس نه ورځې ځکه عمر هم پرې تېر دی او بیا يې د شیشې په نوم نشه تر اوسه ملګرې ده، چې خلاصی يې ترې نه شي کېدلی.

په کابل کې د طالبانو سرپرست حکومت د پل سوخته په نوم مشهور ځای له معتادینو پاک کړ او ټول يې د درملنې په موخه روغتونونو ته یوړل، مګر جلال اباد ښار کې چپرهار زړه هډه، سراج العمارت بڼ ته څېرمه او مارکو بازار کې سلګونه کسان په نشو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG